تازه خبرونه
چین له اسلامي امارت څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
هغه د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور ته په نغوته کې ویلي، په افغانستان کې میشتې ترهګرې ډلې اوس هم د دې هېواد او ګاونډ هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو په ټولنه کې د چین دایمي استازي چارسمبالي سون لي ویلي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې وضعیت اوس هم د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
هغه د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور ته په نغوته کې ویلي، په افغانستان کې میشتې ترهګرې ډلې اوس هم د دې هېواد او ګاونډ هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې میشتو ډلو، د داعش خراسان په ګډون، د پولو پورې غاړې د بریدونو لپاره خپلې هڅې او وړتیاوې زیاتې کړې دي.
سون لي له اسلامي امارت وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې پخپلو ژمنو عمل وکړي او په افغانستان کې د ټولو میشتو ترهګرو ډلو، د هغو کسانو او بنسټونو پر ګډون، چې د امنیت شورا د دولسسوه اووهشپېتم پرېکړهلیک د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي، پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.
هغه خبرداری ورکړی، چې باید اجازه ورنهکړ شي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ د ودې او پراختیا پر مرکز بدل شي.
د چین استازي همداراز ویلي؛ نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي، چې د ترهګرۍ د رامنځته کېدا لاملونه له منځه ولاړ شي.
هغه زیاته کړې؛ چین د افغانستان، منځنۍ آسیا هېوادونو او سیمهییزو بنسټونو او د شانګهای همکاریو ټولنې ترمنځ د پولې پورې غاړې ترهګریزو ګواښونو پر ضد د ګډې همکارۍ ملاتړ کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد د امنیت پر ضد ونهکارول شي.