تازه خبرونه

چین له افغانستان سره دوه میلیارده ینه وړیا مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

چین تر څلورو راتلونکو کلونو پورې له افغانستان سره دوه میلیارده ینه وړیا مرسته کوي.
افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزی چې د چین په سفر بوخت دی، د دغه هیواد په شینهوا پوهنتون کې د وینا پر مهال يې وویل چې د ورېښمنو تاریخي لارې په بیا فعالیدو به د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي.
هغه چې د یو شمېر افغان او چیني محصلینو پوښتنو ته ځوابونه ویل، زیاته يې کړه چې د سترې محکمې په عالي شورا کې به یوه میرمن هم په دنده وګوماري.
چين ته د سفر په دویمه ورځ افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي د دغه هیواد په شینهوا پوهنتون کې وینا وکړه.
هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې چین، هند او پاکستان د سیمې په ثبات کې مهم رول لري او ویې ویل چې دغه هیوادونه باید له یو بل سره غښتلې دیپلوماتیکې اړیکې ولري.
نومړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ زمونږ متعد هیواد چین تر راتلونکو څلورو کلونو پورې له افغانستان سره دوه میلیارده ینه مرسته کوي؛ مونږ هم د ورېښمو د لارې د بیا جوړولو لپاره د چين وړاندیز ته د هو سر خوځولی دی.
احمدزي وویل چې د حکومت لومړۍ شپږ میاشتې به د اساسي قانون عملي کولو ته بېلې کړي او ښځو ته به اجازه ورکړي چې په عدلي لوړو پوستونو کې کار وکړي.
په چین کې یو شمېر افغان محصلینو له دغه هیواد څخه وغوښتل چې د افغانستان په سوله او ثبات کې همکاري وکړي.
ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ به افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزی د چین تین جین ښار ته سفر وکړي او هلته به په بیلا برخو کې د شویو پانګونو څخه لیدنه وکړي.

Trending

Exit mobile version