تازه خبرونه
چین له افغانستان سره څلورسوه زره دوزه کرونا واکسین مرسته کوي
د چین هېواد د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د ۴۰۰۰۰۰ خوراکه کرونا واکسین مرسته کوي.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي( سرپرست) وحید مجروح تېره ورځ په افغانستان کې د چین له سفیر وانګ یو سره ولیدل.
د چین سفیر وانګ یو نن د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، چې نړیوالو ته د واکسین جوړول او رسول د دې هېواد د ولسمشر شي جینګ پینګ یوه هیله وه.
د چین سفیر زیاته کړې، چې دا واکسین د ۳۰ هېوادونو لخوا د کارونې لپاره منل شوي دي.
دغه راز د روانې میاشتې په پیل کې هند له افغانستان سره ۵۰۰ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده.
د افغانستان حکومت د واکسینو د پلي کولو بهیر تېره اوونۍ پیل کړاو ټاکل شوې، چې ۲۵۰ زره روغتیایي کارکوونکي، سرتېري او د رسنیو کارمندان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت په ډاګه کړې، چې ۸۲۰۶ روغتیایي کارکوونکي واکسین شوي دي.
ښاغلي وانګ یو په مخکنۍ ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره يې چې درلوده د دغه هېواد لخوا د دوه سوه زره دوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې وه چې دوه سوه زره دوزه نور د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه د دهېواد لخوا اضافه شوئ دی، په دې سره د دغه هېواد لخوا د مرسته شوي واکسین مجموعي شمېر څلور سوه زره دوزه ته رسېدلی دی.
