تازه خبرونه
چین له افغان ځواکونوسره د تجهیزاتي مرستو ډاډ څرگند کړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
چین چمتو دی، چې دافغانستان له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتو په برخه کې مرستې وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا و یاند تواب غورځنگرسنیو ته وویل، چې دغه څرگندونې په کابل کې د چین سفیر دنگ شیجونگ د هېواد له ملي سلاکار محمد حنیف اتمر سره دلیدنې پر مهال کړې دي.
هغه زیاته کړه، د چین سفیر ددې لیدنې پر مهال ویلي، هېواد یې دافغان دولت د سولې له هلو ځلو ملاتړ کوي او دسولې د بهیر پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کوي، چې په افغانستان کې د سراسري سولې د تامین لپاره د زړه له کومې کار وکړي.
د نوموړي په وینا، هېواد یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتوپه برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د یادونې وړ ده، چې چین له طالبانو سره د سولې بهیر ملاتړی دی او د لومړي پړاو خبرو په تر سره کولو کې یې بشپړې هڅې تر سره کړې دي.