تازه خبرونه
چین له تېرې میاشتې راپدیخوا د کرونا مثبته پېښه نده ثبت کړې
رویټرز د چین د روغتیایي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا په دې هېواد کې د کرونا ویرس هیڅ پېښه راپور شوې نده.
د راپور له مخې؛ له جولای میاشتې راپدیخوا د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه هم نده ثبت شوې.
د ختیځ چین په نانجینګ سیمه کې د جولای تر پایه د کرونا د ویروس ډلتا بڼې له ۱۲۰۰ ډېرې مثبتې پېښې پېژندل شوي.
په دې هېواد کې د کرونا ویروس د دغې بڼې له خپریدو وروسته چارواکو د دې ویروس د مخنیوي هڅې کړې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د ډیلټا ویروس پرمهال هیڅوک مړ شوی ندی.
له دې مخکې چین د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پوره تدابیر نیولي وه.
رویټرز زیاته کړې؛ چین د اګست له ۲۲ راپدیخوا د کرونا ویروس له ۹۴ زره ډېرې پېښې ثبت کړي او ۴۶۳۶ ناروغان مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د چین روغتیایي چارواکو ویلي؛ تر دې دمه په دې هېواد کې د کرونا واکسین یو میلیارد و ۹۰۰ میلیون و ۱۲۷ زره ډوز پلي شوي دي.
