د هوا حالاتو بدلونونه

چین له سخت توپان، باران او پراخو سیلابونو سره مبارزې ته اړ شو

د چین ډېري برخه په وروستیو اوونیو کې د سخت باران او سیلابونو سره مخ دي او دا مهال ۱۵ ولایتونه له بېړنۍ خبرتیا سره مخ دي.

Published

on

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې په روانه اوونۍ کې د دې هېواد هونان ولایت ۶۰۰ ملي مټره بارانځپلی او زرګونه خلک ترې کډه شوي دي.

د ګایمي توپان، سخت باران او چټکو بادونو له کبله یوشمېر بندونه مات شوي دي.

د شينهوا خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د چين د بېړنيو حالاتو وزارت د يکشنبې پر ورځ په جنوب لويديځو ولايتونو ګويژو او يوننان کې د سيلابونو پر وړاندې د څلورمې درجې بېړنی غبرګون فعال کړ.

د یاد وزارت په څرګندونو کې راغلي، چې د جولای له اته‌ویشتمې څخه تر یودېرشمې پورې به د ګویژو او یوننان په ډېرو برخو کې ډېر سخت باران وشي او ځینې سیمې به “ډېر سخت باران” اغېزمنې کړي.

دې وزارت خبرداری ورکړی، چې سخت بارانونه به په کوچنیو او منځنیو سیندونو کې د غرنيو سیلابونو، جیولوژیکي آفتونو او په ښاري سیمو کې د سختو سیلابونو خطر رامنځته کړي.

په همدې اساس په دوه ولایتونو کې د یکشنبې له ورځې د سیلابونو د مخنیوي لپاره د بیړني غبرګون قطعه فعاله شوې ده.

د سیند د زیاتوالي له کبله د سیند په دواړو غاړو کې د اوبو سطحه نږدې د ونو تنې او د کورونو لخونې لاندې کړې دي.

دغه راز ویل کیږي، چې د یکشنبې پر سهار سخت باران د هانګ یانګ په ښار کې د یوه میلمستون د نړېدو له اکبله ۱۵ کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د چین ډېري برخه په وروستیو اوونیو کې د سخت باران او سیلابونو سره مخ دي او دا مهال ۱۵ ولایتونه له بېړنۍ خبرتیا سره مخ دي.

د چین د هوا پېژندنې ادارې (CMA) د یکشنبې پر ورځ له چارواکو وغوښتل، چې په سیمه کې د توپان او سختې هوا څپه له نږدې وڅاري.

Trending

Exit mobile version