تازه خبرونه
چین له نوي افغان حکومت سره د همکارۍ غزولو ته چمتووالي څرګند کړ
د رویټرز د څرګندونو له مخې، د چین کمونست ګوند په ډاګه کړې، چې دوی د طالبانو لخوا له رامنځته شوي نوي افغان حکومت سره اړیکې خوندي کړي او په کابل کې یې د حکومت جوړېدل د افغانستان د بیارغونې د بهیر په پیلولو کې اغېزمن او مهم ګام وباله.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د بیجینګ پر دریځ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: مونږ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لرو.
له هغې وروسته، چې کابل د زمري پر ۲۴ د اګست پر ۱۵ د طالبانو له خوا ونیول شو او پخوانی حکومت اداره خوشې کړه؛ چین په افغانستان کې له یوه آزاد او باثباته حکومته ملاتړ وکړ.
چین او افغانستان د چین له مسلمان ولایت سنکیانګ سره یوه ګډه پوله لري. چین ژوره اندېښنه لري، چې ایغور جنګیالي کولی شي په افغانستان کې له شونې بې ثباتۍ ګټه پورته کړي او بیا ځواکمن شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله من شوی، چې د طالبانو نوی حکومت به په افغانستان کې د ټولو قومونو او مذهبونو غوښتنو ته غوږ ونیسي او د ملي ګټو او همدارنګه د نړیوالې ټولنې له تمو سره سم عمل وکړي.
