تازه خبرونه

چین له ډبرو سکرو څخه د برښنا د تولید لپاره پانګونه کوي

Published

on

د چینايي پانګوالو یوې ډلې د شنبې پر ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره په هېواد کې له ډبرو سکرو څخه د برښنا د تولید پر شونتیاوو خبرې وکړې.

ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې ولسمشراشرف غني له کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه د حکومت د ملاتړ په لړ کې نن ماسپښین د چینایي پانګوالو له یوې ډلې سره، چې له ډبرو سکرو څخه د برښنا انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته لیواله دي؛ وکتل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ دغه ډله په پام کې لري، چې د انرژۍ تولیدونکې پروژې لپاره میلیونونه ډالره پانګونه تر سره کړي.

په دې کتنه کې د یادې ډلې مسوولینو ویلي؛ غواړي د کابو ۴۰۰ میلیون ډالرو پر پانګونې د ډبرو سکرو له کارونې ۳۰۰ میګاواټه برښنا تولید کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: په دې ناسته کې ولسمشر غني د طبیعي سرچینو ظرفیتونه او همدارنګه په افغانستان کې د انرژۍ پر سکتور د پانګونې فرصتونه وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې، چې غني د افغانستان د پانګونې آسانتیا څانګې ته لارښوونه کړې، چې د افغانستان له برښنا شرکت سره په همغږي کې دې ډلې ته د پانګونې فرصتونه آسانه او پایلې یې ولسمشرۍ ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې انرژي دمګړۍ له اوبو چمتو کیږي؛ ګازي، بادي او لمریزه برښنا یې نورې سرچینې ګڼل کیږي.

د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې، د افغانستان نږدې ۳۵ سلنه وګړي برښنا ته لاسرسی لري.

اوسمهال  افغانستان له اوبو، ګاز او لمریزو سرچینو څه نا څه ۶۰۰ میګاواټه برښنا تولیدوي.

د یادونې ده، چې له ۶۷۰ میګاواټ ډېره برښنا له ګاونډ ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردیږي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان لږ تر لږه ۴۵۰۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version