نړۍ

چین له کیوبا څخه د جاسوسۍ د مرکز په توګه کار اخیستی – امریکايي چارواکی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۱, ۱۴۰۲)

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د جو بایدن د ادارې یوه چارواکي ویلي، چې چین له څه مودې راپدیخوا په کیوبا کې جاسوسي کړې او په ۲۰۱۹ ز. کال کې یې هلته د معلوماتو د راټولولو تاسیساتو ته وده ورکړې ده.

وال ستریت ژورنال د پنجشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې چین له کیوبا سره پټ تړون ته رسیدلي، چې له فلوریدا څخه په ۱۶۰ کیلومتره واټن کې د غږ اورېدنې تاسیسات رامنځته کړي؛ خو د امریکا او کیوبا حکومتونو پرې سخت شک کړی دی.

د بایدن ادارې دغه چارواکي د نوم د نه‌ښودلو پر شرط ویلي، د رسنیو توضیحات زمونږ له پوهاوي سره اړخ نه‌لګوي؛ خو دا یې مشخص نه‌کړل، چې راپور څنګه غلط و او نه یې دا توضیحات ورکړل، چې آیا د چین لخوا د غږ اورېدلو د تاسیساتو رامنځته کولو هڅې روانې دي او که نه؟

چارواکي ویلي؛ دا مسله د جو بایدن له ولسمشرۍ او همدارنګه د بیجینګ له هڅو سره تړاو لري، چې په ټوله نړۍ کې د استخباراتو راټولولو بېخبناوې پیاوړې کوي.

دغه چارواکي څرګنده کړې: دا یوه ترسره کېدونکې مسله ده او نوی پرمختګ نه‌دی. د چین ولسي جمهوریت پر ۲۰۱۹ کال په کیوبا کې د اطلاعاتو د راټولولو تاسیساتو ته وده ورکړې ده. دا په اطلاعاتي دوسیه کې ښه مستند شوې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغو تورونو په ځواب کې امریکا د افواهاتو پر خپرولو تورنه کړه او څرګندوي: هغه هېواد دا تورونه لګوي، چې په نړۍ کې پخپله د هکرانو د ځواکمنې امپراتورۍ لرونکی دی.

د کیوبا د بهرنیو چارو وزارت هم دغه راپور درواغ ګنلی دی.

د بایدن د ادارې دغه چارواکي ویلي؛ که څه هم د دونالد ترمپ پخوانۍ اداره په کیوبا کې د چین له هڅو ښه خبر وه او د دې ستونزې د حل لپاره یې هڅې هم وکړې؛ خو مونږ په دې اړه پوره پرمختګ نه‌دی کړی او یوې مستقیمې تګلارې ته مو اړتیا لرله.

Trending

Exit mobile version