تازه خبرونه

چین په افغانستان کې د ازادې سوداګرۍ پر مرکز جوړولو پانګونه کوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۷, ۱۴۰۲)

په چین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د وو وي نومي لوژیستکي کمپنۍ له عمومي رئیس  هونګ مینګ فنګ سره پر سوداګریزو اسانتیاوو او اړوند اقتصادي مسائلو بحث او خبرې وکړې.

په چین کې افغان سفارت څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې د یادې کمپنۍ مشر هونګ مینګ فنګ ویلي، چې اوس مهال یې په تاشکند او ګرجستان کې د ازادې سوداګرۍ د پراختیا لپاره مجهز لوژیستک مرکزونه جوړ کړي او غواړي، چې د افغانستان په حیرتان او مزار شریف کې هم د ورته مرکزونو په جوړولو کې پانګونه وکړي.

فنګ زیاته کړې؛ چمتو دی، چې له چین څخه افغانستان او له افغانستان څخه چین ته د افغان او چینایي مالونو د انتقال په برخه کې د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان سفارت چارسمبالي بلال کریمي نوموړي ته د هرکلی ترڅنګ په اړوند برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او وایي: اسلامي امارت دې ته لومړیتوب ورکوي، چې د مالونو د انتقال دهلیزونه متنوع، لنډ، ارزانه او په منظم ډول ترې استفاده وشي.

ویل کیږي، چې وو وي لوژیستیکي کمپنۍ (Chairman of Wuwei Bonded Logistics Center) له چین څخه روسیې او اروپا ته د ریل له لارې د انتقالاتو په برخه کې کار کوي.

Trending

Exit mobile version