تازه خبرونه
چین په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو ډاډ څرګند کړ
د چین نړیوالو همکاریو څانګې مرستیال لي مینګ نن پنجشنبه( د مرغومي یوویشتمه ) د افغانستان سفارت له چارسمبالي اسد الله (بلال کریمي) سره د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پر دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې کړې دي.
په چین کې د افغانستان سفارت په ایکس پاڼه کې راغلي؛ نوموړی غواړي، چې له اسلامي امارت او ځینې نورو ادارو سره د همغږۍ له مخې په افغانستان کې د یوې لارې د نقشې پر جوړولو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره خپلې مرستې ترسره کړي.
دغه راز نوموړی زیاته کړې؛ د چین نړیوالو همکاریو څانګې مرستیال لي مینګ ویلي، چې غواړي له راستانه شویو افغان مهاجرینو سره هم مرسته وکړي.
په چین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي بلال کریمي په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ ز. کلونو کې د یادې ادارې په چوکاټ کې د طبیعي پېښو له زیانمنو او نورو مرستو له کبله د مننې ترڅنګ له جبري راستنو شویو سره مهاجرینو سره د دې ادارې مرستې مثبت ګام وباله.
بلال کریمي د یادې ادارې لخوا په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې د همکاریو په اړه ویلي، چې د پولیو په برخه کې د دې ادارې مرستې او هڅې د ستایلو دي.
ویل کیږي، چې په پای کې دواړو خواوو د اړیکو پر دوام ټینګار څرګند کړ.