تازه خبرونه
چین په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره سل زره ډالر مرسته کوي
په کابل کې د چین سفیر په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د دغه هېواد د سره صلیب له لارې د سل زره ډالرو مرستې اعلان وکړ.
ژاو شينګ د دوشنبې پر ورځ (د غویي لسمه) د ریاست الوزراء له اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ويلي، چې دغه مرستې به ډېر ژر اړوند چارواکو ته وسپارل شي.
د ریاست الوزراء د اداري مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د چين سفير ويلي، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا لپاره چين په بېلابېلو برخو کې افغان زدهکړیالانو ته د تحصيلي بورسونو زمينه برابره کړې ده. همدارنګه د افغانانو د ظرفیت لوړولو لپاره د طب په ګډون په بېلابېلو څانګو کې لنډ مهاله روزنیز کورسونه تنظیموي.
نوموړي په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره د چينايي سوداګرو او شرکتونو لیوالتيا هم ياده کړې او څرګندوي؛ د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې په ښه حالت کې دي او چينايي سوداګر او پانګوال لیواله دي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
