تازه خبرونه

چین په افغانستان کې ټولګډونه او منځلاری اسلامي حکومت غواړي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۲, ۱۴۰۰)

د چین بهرنیو چارو وزیر یي وانګ پرون ( سې شنبه د غویی ۲۱) ویلي؛ احساس کوم، چې د تاجکستان او ازبکستان په ګډون د افغانستان ټول ګاونډیان د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

یي وانګ زیاته کړې، چې افغانستان باید د سولې په خبرو کې د ټولو قشرونو او توکمیزو ډلو برخه اخیستنه ډاډمنه کړي.

د چین او منځنۍ آسیا د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ چین هیله من دی، چې نوی افغان حکومت منځلاري اسلامي پلیسۍ غوره کړي.

هغه ویلي: بیجینګ هیله من دی، چې بهرني سرتېري باید په منظم ډول او مسوولانه له افغانستان څخه ووځي، چې د سولې په پروسه کې یې له بیړنیو کړنو، لاسوهنو او ناوړه پایلو مخه ونیول شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي: د ازبکستان او تاجکستان لپاره هم مهمه ده، چې د افغانستان د سولې له بهیر سره همغږي او ملاتړي شي.

په افغانستان کې د سولې او حکومتدارۍ لپاره د چین وړاندیزونه:

۱- د افغانستان د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

۲- افغانستان باید ټولګډونه پالیسۍ او سیاسي جوړښتونه ولري، چې ټول قشرونه او توکمونه په کې خپله برخه ولري او له سیاسي حقونو مساوي برخمن شي.

۳- د افغانستان د حکومتدارۍ راتلونکي سیستم باید د دغه هېواد له ځانګړیو شرایطو سره سم چمتو شي او د نورو سیستمونو د تپلو مخه دې ونیول شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه د افغانستان له راتلونکي حکومت څخه غواړي، چې منځلاری اسلامي پالیسۍ وکاروي او ترهګرو ته اجازه ورنکړي، چې په افغانستان کې هڅې ترسره کړي.

د چین او مرکزي آسیا د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به نن د دغه هېواد د شانشي ولایت په مرکز کې جوړه او تر سره شي.

په دې غونډه کې به د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version