تازه خبرونه
چین په بیجینګ کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت استازیو ته سپارلی
په بیجینګ کې د افغانستان سفارت د ا.ا استازي سید محی الدین سادات ته سپارل شوی او د افغانستان په سفارت کې د اسلامي امارت بیرغ په رسمي ډول ځوړند شو.
په چین کې د افغانستان سفارت په ټویټر کې خپاره شوي انځورونه ښیي، چې چینايي چارواکو د اسلامي امارت له سیاسي استازي سره رسمي ناسته درلوده.
سید محی الدین سادات ويلي، د افغانستان سفارت چمتو دى، چې په افغانستان او چين کې میشتو افغانانو او چينايي وګړیو ته قونسلي خدمات وړاندې کړي
د دې سفارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ سفارت اوس چمتو دی، چې له چینايي لوري سره سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي او همدارنګه په چین کې د مېشتو افغانانو لپاره قونسلي خدمتونه وړاندې کړي.
سیاسي شنونکی عزیز معارج هم پدې باور دي، چې د ډیپلوماټیکو اړیکو پراخول به اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو ته یو ګام نور هم نږدې کړي.
کابل او بیجینګ له یو بل سره ښې اړیکه لري او زیاتره چینایي شرکتونه په افغانستان کې د ودانیو او کانونو په برخو کې د پانګونې په لټه کې دي. د دغو چارو عملي کول سیاسي اړیکو ته اړتیا لري، چې دواړه هېوادونه وکولی شي د یوې رسمي هوکړې له مخې پروژې پرمخ یوسي.
له ترکمنستان او روسیې وروسته چین درېیم هېواد دی، چې د اسلامي امارت سیاسي استازی په رسمي ډول مني. که څه هم په پاکستان او ایران کې د افغانستان سیاسي دفترونه له کابل سره اړیکې لري او هم په ترکیه کې د افغانستان سفارت له کابله امرونه ترلاسه کوي.
د یادونې ده، چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي ویلي و چې چین د اسلامي امارت ډیپلوماتان منلي دي.