تازه خبرونه
چین په تخار کې د خپل وګړي د وژنې د عاملینو د پېژندنې او سزا ورکولو غوښتنه وکړه
د فرانسې خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ ویلي؛ بیجینګ له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.
د چین حکومت د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې یې د چینایي کان کیندونکي د وژنې په اړه اسلامي امارت ته خپل اعتراض وړاندې کړی دی.
د فرانسې خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ ویلي؛ بیجینګ له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.
ماو وایي، چې چين له دې وژنې سخت ټکان خوړلی او پر کلکه يې وغندله.
دا چینایي تبعه، چې “لي” نومېږي د روانې اوونۍ د سېشنبې پر ورځ د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په اړوند سیمه کې وژل شوی دی.
د تخار پولیسو ویلي، چې هغه له خپل ژباړونکي سره د امنیتي چارواکو له خبرولو پرته له خپل کارځای څخه نامعلوم لوري ته وتلل و.
د داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.
