بی بی سی پښتو

“چین په زور د اویغور لږکیو ښځې شنډوي”

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۰, ۱۳۹۹)
AFP
د دې رپوټ پایله کې راغلي، د شینجیانګ سیمه ییزه اداره د هغو ښځو د شنډولو پر یوه لویه طرحه کار کوي چې تر درې یو ډېر بچیان لري.

یو نوی رپوټ ښيي، چین د اویغور د وګړو مهارولو لپاره د دغو لږکیو د ښځو اجباري شنډول پیل کړي یا یې د میندوارۍ د مخنیوي الو کارولو ته اړ ایستلې دي. د دې رپوټ په خپرېدو د چین پر وړاندې نړیوال غبرګونونه ښودل شوي دي.

د چین د چارو وتلي څېړونکي او شناند ادریان زنز دا رپوټ چمتو کړی چې په خپرېدو یې په دې اړه له ملګرو ملتونو د څېړنې غوښتنې شوې دي.

نوموړي په دې رپوټ کې لیکلي، د چین حکومت په سین کیانګ ایالت کې چې تر ډېره پکې اویغوري مسلمان لږکي اوسېږي، ښځې د میندوارۍ مخنیوي ته اړ ایستلې دي.

د چین دولت په دې رپوټ کې یادې ادعاوې رد کړې او بې بنسټه یې بللې دي.

پر چین دا فشار او نړیوالې نیوکې هم دي چې نژدې یو میلیون اویغور مسلمانان یې په اجباري کمپونو کې ساتلي.

په ورته وخت کې بیجینګ ادعا کوي چې دا کمپونه یې د اسلامي سخت دریځۍ د مخنیوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جوړ کړي.

چین تر اوسه د دغو کمپونو د برملا کېدو په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له چین غوښتي چې “دا وحشتناک کارونه او کړنې ژر ودروي”.

ښاغلي پومپیو په یوه خبرپاڼه کې غوښتي چې: “ټول ولسونه دې له امریکا سره یو ځای شي چې له چین د دا ډول ناانساني چلن مخنیوی وغواړي.”

وروسته تر هغه چې په ۲۰۱۹ کال بي بي سي یوه مفصله څېړنه وکړه، د اویغوریانو د اجباري استوګنې د کمپونو نوي اړخونه په ډاګه شول او له اویغوریانو سره د چین د ناوړه چلن په اړه پر دغه هېواد د نړیوالو نیوکې په ډېرېدو شوې.

د ښاغلي زنز په رپوټ کې راغلي چې اویغور ښځې او د نورو لږکیو ښځې ګواښل شوې، که د “اجازه ورکړل شوي” ماشوم لرلو تر حد هاخوا ښځې د خپل ماشوم سقط‌ کولو ته غاړه کښې نه ږدي، په اجباري کمپونو کې به واچول شي.

ښاغلی زنز وايي، د دې رپوټ چمتو کولو لپاره یې په سینکیانګ ایالت کې له سیمه ییزو رسمي شمېرو، د تګلارو اړوندو سرچینو او د لږکیو له ښځو سره له مرکو ګټه اخیستې ده.

په دې رپوټ کې دا هم راغلي، هغه ښځې چې د دوو بچیانو زیږولو اجازه لري، که یو بچی یې هم درلود، د ایوډي (میندوارۍ مخنیوي) دارو خوړلو ته اړایستل شوې دي او ځینې یې د خپل رحم بندولو ته مجبورې شوې دي.

AFP
رپوټ وايي، اویغور ښځې له سیتم او بې رحمانه ځپلو سره مخامخ دي.

د ښاغلي زنز د رپوټ له راغونډو شویو شمېرو ښکاري چې په سینکیانګ کې د اویغوریانو ټولنه کې د نوزیږو او زیږون کچه له ۲۰۱۵ کال تر ۲۰۱۸ پورې په ټیټېدو ده او ۲۰۱۹ کال کې هم دا کچه په لوېدو وه او ان تر ۸۴ سلنې رالوېدلې ده.

ښاغلي رنز اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي: “دا ډول رالوېدنه د بې رحمۍ او توکمپالنې بې مخینې کړنه ده”.

هغو ښځو چې مخکې د شینجیانګ اجباري کمپونو کې ساتل کېدې، ویلي داسې محلول ورته تزریق شوی چې د میاشتني عادت درېدو لامل او د ناطبیعي خونرېزۍ سبب یې شوی؛ چې تر ډېره یې نښې د میندوارۍ د مخنیوي له درمل خوړلو سره تړلې وي.

د دې رپوټ پایله کې راغلي، د سینکیانګ سیمه ییزه اداره د هغو ښځو د شنډولو پر یوه لویه طرحه کار کوي چې تر دریو ډېر بچیان لري.

Trending

Exit mobile version