سوداگري

چین په کابل کې د سوداګرۍ د ودې لپاره نندارتونونه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۴۰۰)

د چین ګلوبل ټایمز د راپور له مخې؛ په کابل کې چینايي سوداګرو ویلي، چې دوی به په راتلونکي کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د ودې او پراختیا لپاره د نندارتونونو کوربه وي.

راپور په ډاګه کړې، چې چینایي سوداګر به د اپریل له میاشتې د کابل په چاینا ټاون کې د چین او افغانستان د سوداګریزو توکو د ټکنالوژۍ د لومړني او دغه راز د چین- افغانستان د دوه یم سوداګریز نندارتون کوربتوب ترسره کړي.

په کابل کې د چاینا ټاون یوې سرچینې ګلوبل ټایمز ته څرګنده کړې، چې د دواړو نندارتونونو د جوړولو لپاره چمتووالی نیول شوی او د افغان حکومت چارواکو او چینايي سوداګرو په ګډون مهمو اشخاصو ته بلنلیکونه هم استول شوې دي.

د چاينا ټاون د عمومي مدير مرستيال لي شیجينګ د يکشنبې پر ورځ ګلوبل ټايمز ته په ډاګه کړې: د نندارتون دا بڼه بې سارې ده؛ ځکه، چې پخوا کوم چينايي شرکت دا کار ندی کړی.

نوموړي زیاته کړې: مونږ د افغانستان د حکومت بېلابېلو څانګو ته بلنلیکونه لېږلي او دا ډاډ څرګند شوی، چې له بلنې سره سم به په غونډه کې ګډون وکړي… تمه ده، چې ډېر ګډونوال به ولري.

د نندارتون جوړوونکیو ویلي؛ دوی هیله من دي، چې په دې توګه د چین او افغان ونډوالو او سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو لپاره یو پل جوړ او د سوداګریزو توکو نندارې ته زمینه برابره کړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان شاوخوا ۹۵ سلنه سوداګریز توکي راواردېږي او چینايي توکي د ټولو وارداتو ۶۰-۷۰ سلنه جوړوي.

Trending

Exit mobile version