سیمه ییز خبرونه

ډاكټر عبدالله عبدالله د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو لپاره د خپلې نوماندۍ اعلان وکړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ملي ائتلاف مشر ډاكټر عبدالله عبدالله راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو لپاره د نوماند په توګه د ټاكنو په خپلواك كميسيون كې نوم ليكنه وكړه. د عبدالهادي ارغنديوال په مشرې د اسلامې حزب غړى انجنير محمد خان د نوموړې د لومړي مرستيال او د حزب وحدت مشر حاجي محمد محقق د نوموړي د دوهم مرستيال په توګه ټاكل شوي دي.

د ملي ائتلاف رهبر ډاكتر عبدالله عبدالله د ولسمشريزو ټاكنو لپاره د كانديد په توګه د نوم ليكنې لپاره د سې شنبې په ورځ ( د تلې ۹ ) د  ټاكنو خپلواك كميسيون ته ورغلى دى.

د سولې د عالي شورا د رئيس صلاح الدين رباني، د بلخ د والي عطا محمد نور، د افغانستان نوين د حزب رئيس محمد يونس قانوني او د ملي شورا ځينو غړو لخوا ښاغلى عبدالله د ټاكنو خپلواك كميسيون ته د نوم ليكنې لپاره د تګ پر وخت بدرګه كېده.  هغه لومړى خپل مرستيالان معرفي كړل.

هغه كه څه هم د نا امنيو په اړوند اندېښنو ته اشاره وكړه، خو زياته يې كړه چې حكومت ته په كار ده، چې په ټاكنو كې خپل بې پريتوب وساتي.

دغه راز نوموړي له خلكو وغوښتل، چې په ټاكنو كې ګډون وكړي.

د ښاغلي عبدالله كانديد مرستيالانو وويل، چې شفافې ټاكنې د افغانستان د سوله ايز برخليك لپاره مهمې دي.

ويل كېږي ډاكتر اشرف غني احمد زي او جنرال عبدالرحيم وردګ هم له خپلو دولتي دندو استعغاوې كړې او داسې ښكاري، چې دوى به د قيوم كرزي تر څنګ په راتلونكو ورځو كې د كانديدانو په توګه نوم ليكنه وكړي.

Trending

Exit mobile version