1393ټاكنې
ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشر په توګه اعلان شو
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د پایلو د اعلان پر مهال ډاکتر اشرف غني احمدزي د ولسمشر په توګه او ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرایی رئیس په توګه اعلان کړل.
نومړي کمېسیون نن یکشنبې (د وږي ۳۰) د مازدیګر پنځه بجې شاوخوا د دوهم پړاوړ نهایی پایلې اعلان کړې.
دغه کمیسیون د رایو فیصدي ونه ښوده، خو زیاته يې کړه چې د تفتیش پر مهال د دواړو کاندیدانو سلګونه زره رايې باطلې شوې دي.
دا پرېکړه له اوږدو ناندریو او غونډو وروسته د اوو مادو په لرلو سره د دوو کاندیدانو د موافقتنامی تر لاسلیک وروسته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لخوا اعلان شوه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستانی په هېواد کې د ټاکنو ترسره کیدل د وسله والو مخالفینو لپاره غاښ ماتونکی ځواب وباله او زیاته یی کړه، چی په سمه توګه د ټاکنو ترسره کولو لپاره یوه لویه ستونزه د الکترونیکی تذکرو نه شتون و.