1393ټاكنې

ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمیسیون په قانون ماتونه تورن کړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو په کمیسيونونو او په حکومت نیوکه وکړه، چې په ټاکنو کې یی لاسوهنه کړې او ویی ویل، چې په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلۍ شوې دي.

یاد نوماند وایي، چې د شکایتونو کمیسون باید د شکایتونو د ثبت لپاره زیات وخت ورکړي تر څو دوی وکولای شي، چې خپل شکایتونه ثبت کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلام وروسته دا لومړی ځل دی، چې د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو په کمیسيونونو نیوکه کوي او د ټاکنو کمیسيون په قانون ماتونه تورنوی.

په يو شمېر مرکزونو کې د رای پاڼو ختمېدل، د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په څارونکو محدودیتونه، د ۴۴۴ مرکزونو د رایو نه روښانه کېدل او همداراز د سل زرو رایو باطلېدل هغه موارد دي، چې یاد نوماند وړاندې کړي او وایي، چې په دې مواردو کې بې پامي شوې ده.

له دې سره، چې د شنبې په ورځ ( د غویي ۶ ) ناوخته د ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلام شوې، خو یاد نوماند غواړي، چې د شکایت ثبتونې موده زیاته شي.

ډاکتر عبدالله همداراز وایي، چې باید د ټاکنو کمیسيون د رای پاڼو د ختمېدو په اړه بخښنه وغواړې.

Trending

Exit mobile version