سیمه ییز خبرونه

ډاکټر عبدالله عبدالله: له درغليو ډكې ټاكنې به ونه منم

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشريزو ټاكنو كانديد ډاكتر عبدالله عبدالله وايي، كه د ټاكنو مسئول بنسټونه لږ بې غوري هم وكړي، افغانستان به بحران ته ور ټېل وهي. هغه وويل، چې له درغليو ډكې ټاكنې به ونه مني.

د ولسمشرۍ كانديدانو د خپلو ټاكنيزو منډو ترړو په لومړۍ ورځ خپل پلويان را غونډ كړل.

د ولسمشرۍ كانديد ډاكتر عبدالله عبدالله پلويانو ته د راتلونكو پلانونو د روښانولو پر مهال وويل، چې له بېوزلۍ، اداري فساد، نشه يي توكو سره د جدي مبارزې سر بېره به د كډوالو ستونزې هوارې كړي.

هغه په افغانستان كې د بحران د پاى ته رسولو لپاره پر ټولو يو شان د قانون عملي كول مهم بولي.

ښاغلى عبدالله همدارنګه وايي، د ټاكنيزو بنسټونو لږ بې پامې او بې غوري كولى شي، افغانستان يوه بل بحران ته ستون كړي.

له امنيتي ستونزو سر بېره په ټاكنو كې د درغليو د امكان په باب هم اندېښنې لا پرځاى دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا رئيس صلاح الدين رباني وايي، چې ملي او نړيوال بنسټونه بايد په پوره دقت د افغانستان د ټاكنو بهير وڅاري.

د افغانستان را روانې ولسمشريزې  ټاكنې به د راتلونكي كال د وري په شپاړسمه تر سره شي. دغو ټاكنو ته يوولس كسان كانديد دي.

Trending

Exit mobile version