1393ټاكنې

ډاکټر عبدالله عبدالله: له دوهم پړاو ټاکنو څخه به په شا نه شم

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشری ټاکنو مخکښ کاندید ډاکتر عبدالله عبدالله وایی، چې له دوهم پړاو ټاکنو څخه به په شا نه شي. د هغه په وېنا که ټاکنې دوهم پړاو ته ځي نو د قانون سره سم به دوهم پړاو ټاکنو ته ووځي. نوموړي مني چې د ولسمشری له کاندید ډاکتر زلمي رسول سره یې خبرې کړې دي.

انګېرنې داسې دي، چې ښایی ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شی. د وری په شپاړسمه پر ولسمشریزو ټاکنو نژدې یو میلیارده ډالره لګېدلي دي. که ټاکنې دوهم پړاو ته ځي نو له امنیتی او بودجوې ستونزو سر بېره په ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو د لیوالتیا د کموالی هم محسوس دی.

د ولسمشری کاندید ډاکتر عبدالله عبدالله وایي: که دوهم پړاو ته تګ د قانون او کړنلارو سره سم وی، نو تیار یم، چې پکې برخه واخلم.

دی همدارنګه وایی، په قسمی پایلو کې مخکښي ورته د حیرانتیا خبره نده، بلکې ده له دې هم اوچته تمه درلوده.

ډاکتر عبدالله د ولسمشرۍ د بل کاندید ډاکتر زلمی رسول سره د خبرو پخلی کړی دی.

داسې انګېرنې شته، چې که ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شی نو انګېرنې شته، چې عبدالله عبدالله او زلمی رسول به د اشرف غنی احمدزي په وړاندې سره یو موټی شی.

ډاکتر عبدالله عبدالله زیاتوي، چې د وري د شپاړسمې نېټې ټاکنې د پخوانیو ټاکنو په پرتله ډېرې شفافې وی، نو ځکه نړیواله ټولنه له نوي افغان حکومت سره کار ته لیواله ده.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ ځينې كانديدان خبردارى وركوي، چې حكومت هڅه كوي، چې د ټاكنو پايله د يوه مشخص كانديد په ګټه بدله كړي.

دا كانديدان د ټاكنو د پايلو په اعلان كې ځنډ د اندېښنې وړ بولي، او ټينګار كوي، چې كه پاكې رايي له ناپاكو رايو څخه جلا نه شي، د ټاكنو وروستۍ پايله به لانجمنه وي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز کمپاین ویاند عباس نویان په دې باور دي، چې د ټاكنو په خپلواك كميسيون بهرني فشارونه بايد د دې سبب نه شي، چې د ټاكنو د پايلو په اعلان كې ځنډ راشي. نوموړی له ټاكنيزو بنسټونو غواړي، چې د ټاكنو وروستۍ پايله بايد له ځنډ وروسته اعلام شي.

تر اوسه د ټاكنو د قسمي پايلو دوه پړاونه اعلام شوي دي، چې ډاكټر عبدالله عبدالله او ډاكټر اشرف غني احمدزی د دې بهير مخكښې څېرې دي.

د قانون له مخې، د ټاكنو لومړنۍ پايله به د غويي په څلورمه او وروستۍ پايله د غويي په ۲۴ اعلان شي.

د ټاكنو څارونكي بنسټونه په دې اند دي، چې د ټاكنو د پايلو په اعلان كې ځنډ به په دې پروسه كې جنجالونو ته لار هواره كړي.

Trending

Exit mobile version