تازه خبرونه
ډبیرا لاینز د افغانستان د سولې خبرو لپاره دوحې ته سفر کړی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) په ډاګه کړې، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د افغانستان د سولې له لوریو سره د لیدو او خبرو لپاره د قطر دوحې ته رسیدلې ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې، تمه ده، چې میرمن لاینز به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او قطري چارواکو سره هم وګوري.
دوحې ته د ډبیرا لاینز سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې امریکا د خپلو سرتېرو د وتلو له نېټې مخکې د افغانستان د سولې پر خبرو خپلې هڅې چټکې راڅرخولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته سفر کړی او له چارواکو سره یې په افغانستان کې د سولې لپاره د جو بایډن د انتقالي ادارې طرحه افغان حکومتي او طالب مشرانو ته وړاندې کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې؛ دا لیدنې اړینې دي؛ ځکه د دوحې خبرو برخلیک ټاکي، چې آیا دا خبرې روانې وساتل شي او که په لنډمهاله توګه وځنډول شي.