تازه خبرونه

ډنفورډ: وسله وال طالبان د نورو هېوادونو په لمسون جګړه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د پوځ لوی درستیز د څرګندونو له مخې افغان امنیتي ځواکونه او طالبان دا مهال په ټپه له ولاړ حالت سره مخامخ دي. د امریکا د سنا د وسله والو خدمتونو د کمېټې رییس وایي، طالبان د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ملاتړ له لارې د بې ثباتۍ د دوام او وېرې د خورولو په هڅه کې دي.

له بلې خوا د امریکا دفاع وزیر وایي، د امریکا او متحدینو څو کلنې هڅې یې په دې را ټولې وې چې افغان ځواکونه وتوانېږي د خپل هېواد امنیت تامین کړي او افغانستان بیا د ترهګرو پر خوندي پناه ځای وانه وړي.

د امریکا د سنا د وسله والو خدمتونو کمېټې د هغه هېواد دفاع وزیر او لوی درستیز د امنیتي ننګونو او د ترهګرو خلاف د پوځي عملیاتو په تړاو د معلوماتو له پاره ور غوښتي وو. غونډه کې لومړی پر افغانستان خبرې وشوې. د امریکا د سنا د وسله والو خدمتونو د کمېټې رییس وایي، طالبان چې په افغانستان کې بې ثباتي جوړوي او وېره خوروي، د افغانستان د ګاونډیو له ملاتړ څخه برخمن دي.

د امریکا د سنا د وسله والو خدمتونو کمېټې د هغه هېواد دفاع وزیر او لوی درستیز ډنفورډ وايي: “مونږ دغه راز په افغانستان کې د داعش ځپلو چارې پیل کړې، خو طالبانو د بې ثباتي د دوام او وېرې خورولو له پاره د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړی دی. د افغان ځواکونو تلفات هم ډېر لوړ پاتې دي، خو بیا هم د امریکا ولسمشر د یو زر او څلور سوه سرتېرو د ویستلو پرېکړه وکړه.”

له بلې خوا د دغې کمېټې یو جګپوړی غړی په اداري فساد او د سمونونو پر پڅې پروسې اندېښنه ښیي.

د امریکا د سنا د وسله والو خدمتونو د کمېټې جګپوړی غړی جک‌ریډ وايي: “زه د فساد په هکله راپورونو او د اصلاحاتو په پروسه کې په وړو سیاسي ناندريو اندېښمن یم. دا دواړه هغه څه دي چې له افغانستان څخه د نړیوال ملاتړ د دوام په وړاندې ستراتیژیک ګواښ جوړوي. په افغانستان کې د اته زره څلور سوو سرتېرو ساتنه هغه هېواد، متحدانو، طالبانو او نورو ته په سیمه کې یو مهم پیغام لېږي او امریکا یوه باثبات افغانستان ته ژمن پاتې کېږي.”

په همدې حال کې د امریکا د پوځ لوی درستیز وایي چې افغان ځواکونه او طالبان جګړه کې په ټپه له ولاړ حالت سره مخامخ شوي دي. خو نوموړی له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.

جنرال جوزف ډنفورد زیاتوي: “هغه څه چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ دا مهال روان دي، یو ټکنی حالت دی، خو طالبان نه دي توانېدلي چې خپلې موخې تر لاسه کړي څه یې چې د جګړې د فصل په لومړیو کې اعلان کړي وو. که مونږ له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ دوام ته ژمن و اوسو او د هغوی وړتیاوو ته انکشاف ورکړو هغوی به وتوانېږي چې د خپل هېواد امنیت تامین کړي. دا مهمه ده چې مونږ له افغان ځواکونو سره په همکارۍ کې د ترهګرو خلاف مبارزې ته یو چوکاټ ولرو.”

له بلې خوا د امریکا دفاع وزیر د داعش خلاف د عملیاتو د دوام او د افغان ځواکونو د خودکفایئ له پاره د هڅو خبره کوي.

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر وايي: “مونږ دا مهال افغانستان کې عملیات لرو، مونږ د ظرفیت جوړونې په یوې پراخې رشتې، تمریناتو او پروګرامونو کې بوخت یو. کوم بهیر چې د څو کلونو له پاره یې دوام درلود څو افغان ځواکونه هغه ځای ته ورسېږي چې د خپل هېواد امنیت تامین کړای شي.”

د امریکا دفاع وزیر وایي، د داعش خلاف د افغان او امریکایي ځواکونو وروستیو عملیاتو کې داعش ته درانه ګوزارونه ورکړل شوي او د دغې ډلې مشران، زېربناوې او لوجستیک له منځه تللي. نوموړی د داعش خلاف د نورو عملیاتو د ترسره کېدو خبرداری هم ورکوي. 

Trending

Exit mobile version