تازه خبرونه

ډنمارک د افغانستان له بشري صندوق سره ۲.۵ میلیون دالره مرسته وکړه

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) څرګنده کړې، چې ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲.۵ میلیون دالر مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو ټولنه له مرستندویو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د ترسره کولو په اړه پرلپسې غوښتنې کوي.

د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ډنمارک مرسته په داسې حال کې کېږي، چې جرمني تېره اوونۍ له افغانستان سره د ۵۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

Trending

Exit mobile version