تازه خبرونه

ډونالډ ټرمپ د امریکايي ځواکونو د ایستلو روانه بڼه د بایډن تاریخي تېروتنه ونوموله

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳۱, ۱۴۰۰)

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو روانه بڼه د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په تاریخ کې د بایډن ترټولو لویه تېروتنه ده.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي، خو له همدا اوسه جو بایډن د افغانستان پر رامنځته شوي وضعیت ملامتوي.

ټرمپ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو روانه بڼه د تاریخ په اوږدو کې د امریکا د یوه لوړ پوړي مشر بې کفایتي بولي. په داسې حال کې، چې جوبایډن د حکومت او پوځ د راپرځېدو علت د اشرف غني سیاسي ناکامي بولي او وایي، چې د امریکایي ځواکونو ایستل ورته د ټرمپ له ادارې پر میراث پاتې دي.

ټرمپ د بایډن پر مدیریت نیوکه کوي او وایي، چې نوموړي د ده د چمتو شوي پلان له پلي کولو ډډه کړې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر یې ستونزمن کړی دی.

هغه وايي: دا د پوځ ایستل نه، بلکې پوره تسلیمیدل دي.

ټرمپ زیاته کړې؛ که هغه په ​​واک کې وای، طالبانو به ژر افغانستان نه وای نیولی.

هغه دا هم ویلي: مونږ کولی شول له ویاړه ډک ووځو. مونږ باید ویاړلي وتل کړي وای؛ خو اوس مونږ وځو.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان ډېره برخه نیولې او د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو هڅې کوي.

Trending

Exit mobile version