نړۍ

ډونالډ ټرمپ د امریکا ټاکنې وګټلې

د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټاکنیزو رایو له وروستۍ شمېرنې سره ډونالډ ټرمپ وتوانید، چې د ۲۷۷ رایو پر ترلاسه کولو د ۲۰۲۴ کال د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي. په داسې حال کې، چې ډیموکراټې نوماندې کامالا هریس ۲۲۴ رایې ګټلې دي.

Published

on

د جمهوري غوښتونکیو نوماند ډونالډ ټرمپ به د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماندې ته له ماتې ورکولو وروسته یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته لار وموندله.

د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټاکنیزو رایو له وروستۍ شمېرنې سره ډونالډ ټرمپ وتوانید، چې د ۲۷۷ رایو پر ترلاسه کولو د ۲۰۲۴ کال د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي. په داسې حال کې، چې ډیموکراټې نوماندې کامالا هریس ۲۲۴ رایې ګټلې دي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د سې شنبې پر ورځ (د لړم پېنځلسمه) ترسره شوې او د امریکا جمهوري غوښتونکی نوماند ډونالډ ټرمپ وتوانید، چې د کامالا هریس پر وړاندې بریا خپله کړي.

ډونلډ ټرمپ توانېدلی، چې د ولسمشرۍ لپاره د ٢٧٠ ټاکنیزو رایو نصاب پوره او په دې سیالۍ کې د امریکا اوسنۍ مرستیالې او د ډیموکراټې نوماندې کامالا هریس ته ماتې ورکړي.

له دې سره د ټرمپ د دوه‌یمې ولسمشرۍ پطر پیلیږي.

هغه د ۲۰۲۰ په وروستیو ټاکنو کې د امریکا د اوسني ډیموکراټ ولسمشر جو بایډن پر وړاندې ماتې وخوړه.

د یادونې ده، چې ۷۸  کلن ټرمپ به د خپلې ولسمشرۍ په پای کې ۸۲ کلن شي.

۳دا وسو

Trending

Exit mobile version