تازه خبرونه

ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر سره د طالبانو پر تاوتریخوالي کمولو خبرې کړي

Published

on

د امریکا ولسمشر د قطر له امیر سره په افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي پر کمولو او د زندانیانو پر خوشې کیدو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سولې بهیر ټکنی شوی او لاره یې هم له خنډونو او ستونزو ډکه پاتې ده؛ د امریکا ولسمشر په دې اړه د قطر له امیر سره خبرې کړي او سپینې ماڼۍ په ډاګه کړې، چې د ډونالډ ټرمپ خبرې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پر کمیدو او د بندیانو د خوشي کیدو په اړه د خبرو پر دوام راڅرخېدلې دي.

د امریکا ولسمشر همدا راز د پاکستان له لومړي وزیر سره هم د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.

اسلام آباد څرګنده کړې؛ عمران خان ټینګار کړی، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره دې ګامونه واخیستل شي.

په چین کې د افغانستان پخواني سفیر جانان موسی زي ویلي؛ اوس د دې وخت دی، چې د سیمې د هېوادونو، نړیوالې ټولنې او اروپایي اتحادیې لخوا پر طالبانو اوربند ته د غاړې کیښودو فشار راوړل شي.

اسلام آباد ویلي؛ عمران خان ټینګارکړی، چې د افغانانو تر منځ خبرو ته باید ډاډمن ګامونه پورته شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیره حنا ربانی کر څرګنده کړې: د افغانستان په حکومت کې د ننه د چمتووالي نشتوالی د دې لامل شوی، چې د دوی کړنې پایله ورنکړي او نور ملامت کړي. داسې تمه ده، چې د هغو کسانو ملاتړ یې له لاسه ورکړی، چې د دواړو لوریو له اړیکو ملاتړ کوي.

سیاسي کړکیچ د سولې بهیر پروړاندې یو جدي ستونزه بلل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال جاوید لودین ویلي، چې اشرف غني او عبدالله عبدالله هوکړې ته نږدې شوي او د همدې کړکیچ حل به د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ډاکټر عبدالله او اشرف غني په خبرو بوخت دي، چې یوې هوکړې ته ورسیږي، چې نه یوازې اوسنی سیاسي وضعیت حل کړي، بلکې د هغه پر بنسټ نور مسایل، چې له طالبانو سره مذاکره ده هم په کې شامل شي.

د طالبانو د خوشي کیدو بهیر هم دریدلی دی، طالبان  غواړي، چې په پېنځه زره خوشي کیدونکیو بندیانو کې د دوی پېنځه مهم قومندانان هم خوشي شي؛ خو حکومت وایي، د دغو قومندانانو د خوشي کولو صلاحیت نلري.

د بشری حقونو خپلواک کمیسیون رییسه شهرزاد اکبر وایي؛ مونږ هڅه کوو، چې په دغه بهیر کې د قربانیانو غږ او د خلکو نظریات هم واورو.

د هغو پېنځه قومندانانو له ډلې، چې طالبان یې په خوشي کولو ټینګار کوي یو هغه کس دی، چې د زنبق څلور لارې په چاودنه، د علم ایزدیار د زوی پر جنازې او د افغانستان امریکایي پوهنتون په بریدونو کې یې رول درلود.

طالبان وایي، د دغو کسانو له خوشي کیدو پرته خبرو ته حاضر نه دي او دولت وایې، دا به خوشی نکړو.

Trending

Exit mobile version