تازه خبرونه

ډونلډ ټرمپ د امریکا له مشرانو جرګې سپین سپېڅلی ووت

Published

on

د امریکا مشرانو جرګې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پارلمان پر ودانۍ د خپلو پلویانو د برید د هڅولو پر تور دوه ځله استیضاح کړ؛ خو ترې سپین سپېڅلی او بریالی راووت.

په پرونیو( شنبه د سلواغې ۲۵) رایو کې د هغه پر ​​وړاندې ۴۳ مخالفې رایې او ۵۷  مثبتې وې او هغه له تورونو برائت تر لاسه کړ.

له غونډې څو دقیقې وروسته ، په ورته وخت کې ، د سنا د اقلیت مشر مشر میچ مک کونل د ډونالډ ټرمپ د کانګرس په ودانۍ د هغه د ملاتړو مرګوني برید لپاره “اخلاقي او عملي” تورن کړ.

په مشرانو جرګه کې د ل.ه کیو مشر میچ مک کانل په دې ناسته کې ویلي؛ په دې کې هیڅ شک نشته، چې ډونالډ ټرمپ په عملي او اخلاقي ډول د هغې ورځې د پېښې د هڅولو مسوول دی.

هغه زیاته کړې؛ هغو خلکو، چې پدې ودانۍ برید کړی باور لري له شک پرته یې د خپل مشر( ډونالډ ټرمپ) پر سپارښتنو یې عمل کړی دی.

په غونډه کې ټرمپ ۶۷ رایو ته اړتیا درلوده؛ خو  پنځوس ډیموکرات سناتورانو او اووه جمهوري غوښتونکیو سناتورانو د ټرمپ په ګټه رایه ورکړه  او هغه یې د ۵۷ رایو په ګټلو د برائت وړ ومنلو.

د ټرمپ له دوه یمې استیضاح موخه په راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو کې هغه له نوماندۍ بې برخې کول ول؛ خو هغه د امریکا د مشرانو جرګې لخوا د دوه پر درې برخو اکثریت په پوره کولو کې د پاتې راتلو له کبله بریالی شو.

هغه لومړنی امریکایي ولسمشر دی، چې دوه ځله د امریکا د استازیو لخوا استیضاح کیږي.

Trending

Exit mobile version