تازه خبرونه

ډونلډ ټرمپ له دوه اوونیز ځنډ وروسته استیضاح کیږي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۳۹۹)

د امریکا په مشرانو جرګه کې د ډیموکراټ ډېرکیو مشر چاک شومر ویلي، چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په دوه اوونیو کې استیضاح شي.

دا د امریکا په سیاسي تاریخ کې لومړی ځل دی، چې ولسمشر له خپلې کاري دورې راپدیخوا دوه ځله استیضاح کیږي.

چاک شومر ویلي، چې ټرمپ به د فبرورۍ پر اتمه نېټه استیضاح شي.

نوموړي زیاته کړې؛ مشرانو جرګه به د ډونالډ ټرمپ استیضاح تر سره کړي. دا بشپړه محکمه ده. دا به عادلانه محکمه وي.

په مشرانو جرګه کې د ډیموکراټانو دغه مشر د جمهوري غوښتونکیو استازیو سره له هوکړې وروسته دغه نېټه په ډاګه کړې ده.

د امریکا ولسي جرګې شاوخوا لس ورځې مخکې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح مسوده تصویب کړې ده.

د یادونې ده، چې پر ټرمپ دوه اوونۍ مخکې د هغه د پلویانو لخوا د امریکا پر کانګرس د برید کولو تور پورې شوی دی.

Trending

Exit mobile version