تازه خبرونه

ډیلي ته د افغان سکهانو د الوتنې الوتکه د امنیتي اندېښنو له کبله وځنډول شوه

Published

on

د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر سهار د ۱۸۰ افغان سکهانو او هندوانو د الوتکې الوتنه له کابل څخه ډیلي ته د یوې اوونۍ یا څو ورځو لپاره ځنډول شوې ده.

یو افغان سکهـ مشر، چې نه غواړي نوم یې څرګند شي تایمز اف اندیا ورځپاڼې ته ویلي: زه فکر نه کوم، چې له امنیتي اندېښنو پرته دې الوتنه ځنډول شوې وي.

تایمز اف اندیا دا هم په ډاګه کړې، چې د هندي استخباراتي سرچینو په وینا: هیڅ څوک نه غواړي د افغان سکهانو او هندوانو په اړه، چې د خپل هېواد پریښودو ته اړ شوي غږ پورته کړي؛ ځکه، چې د دوی په وینا دا کار نور وسلوال بریدونه هم رامنځته کولی شي.

دا د شاوخوا ۷۰۰ افغان سکهانو او هندوانو دوه یمه ډله ده، چې له افغانستان څخه وځي.

دغه هېوادوال په داسې حال کې خپل هېواد د هند پر لوري پریږدي، چې تېر مارچ د دوی پر درمسال داعش وسلوالو ځانمرګی برید او چاودنې تر سره کړې، چې په کې ۲۵ سکهـ هېوادوال ووژل شول.

دا لومړی ځل ندی، چې په درمسال کې د افغانستان دغه لږکي د داعش تر برید لاندې راځي.

په جلال آباد کې هم اوړم کال داعش جنګیالیو لخوا د سکهانو او هندوانو ۱۷ مشران ووژل شول.

هغه وخت د سکهانو مشرانو غوښتل جلال آباد ته د ولسمشراشرف غني د سفر پر مهال له هغه سره وویني؛ خو له لیدو مخکې پرې چاودنه تر سره شوه.

د دې مذهبي لږکي پر وړاندې د داش لخوا روان او بالقوه ګواښونه او بریدونه د دې لامل شول، چې په امریکا کې سکهـ حقوقي هڅاندو له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د سکهانو او هندوانو په ایستلو کې مرسته وکړي.

تر دې دمه هند د دغو سکهانو او هندوانو د ایستلو او ورسره د مرستې لپاره ډاډمن ګامونه پورته کړي او تېره میاشت یې د دوی د ماشومانو او ښځو په ګډ‌ون ۱۱ کسیزې ډلې ته ښه راغلاست ووایه او هغو ته یې پناه ورکړه.

تر ۱۹۸۰ لسیزې پورې په افغانستان کې له ۸۰۰۰۰ ډېرو سکهانو او هندوانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډاډمن ژوند کاوه؛ خو ډېري یې په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې د وخت د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته له هېواده کډې بار کړې او ووتل.

ځینو یې ​​د طالبانو او په ځانګړي توګه د نوي نظام له رامنځته کیدو سره د آرام ساه واخیسته او بېرته هېواد ته راستانه شول او حکومت هم افغان سکهان بېرته راستنولو ته وهڅول؛ خو په وروستیو کلونو کې د داعش لخوا پرې بریدونه ترسره شول او اوس په هېواد کې له ۷۰۰ لږ سکهان ژوند کوي.

Trending

Exit mobile version