نړۍ

ډیموکراټان کانګرس ته بریالي شول؛ ټرمپ له سترې سیاسي ماتې سره مخ شو

د سې‌شنبې په ټاکنو کې ډیموکراټانو د هغو ایالتونو بریاوې ترلاسه کړې، چې په دودیز ډول د جمهوري‌غوښتونکو پیاوړي مرکزونه ګڼل کېږي. هغوی په ټکزاس، جنوبي کارولاینا او کانزاز کې د سنا جرګې مهمې څوکۍ خپلې کړې؛ هغه ایالتونه، چې جمهوري‌پالو یې د څوکیو د ساتلو تمه لرله.

Published

on

 

د امریکا ډیموکراټ ګوند د منځمهاله ټاکنو په پایلو کې د کانګرس د دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړ؛ دا پایله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د جمهوري‌غوښتونکو ګوند لپاره ستره سیاسي ماتې بلل شوې ده.

د سې‌شنبې په ټاکنو کې ډیموکراټانو د هغو ایالتونو بریاوې ترلاسه کړې، چې په دودیز ډول د جمهوري‌غوښتونکو پیاوړي مرکزونه ګڼل کېږي. هغوی په ټکزاس، جنوبي کارولاینا او کانزاز کې د سنا جرګې مهمې څوکۍ خپلې کړې؛ هغه ایالتونه، چې جمهوري‌پالو یې د څوکیو د ساتلو تمه لرله.

د دغو ټاکنو یوه مهمه پایله په ټکزاس کې د جیمز تالاریکو د سنا جرګې بریا وه. ډیموکراټانو له څه باندې ۳۰ کلونو راپدېخوا د دې ایالت په هیڅ ایالتي ټاکنو کې بریا نه‌وه ترلاسه کړې.

په جنوبي کارولاینا کې اني انډروز جمهوري‌غوښتونکی سناتور ډارلین ګراهام ته ماتې ورکړه او په مین ایالت کې ټرای جکسن د جمهوري‌غوښتونکې سناتورې سوزن کولینز څوکۍ وګټله.

ډیموکراټانو د استازو جرګې په ټاکنو کې هم د څو ایالتونو؛ آیوا، فلوریډا، پېنسلوانیا او ټکزاس د جمهوري‌‌غوښتونکو برلاسی له منځه یووړه او خپلې څوکۍ یې زیاتې کړې.

ټرمپ له دوه سختو کلونو سره مخ دی

د ټاکنو په پایلو کې د جمهوري‌غوښتونکو ماتې د ټرمپ لپاره ستر شاتګ بلل کېږي. هغه د ټاکنیز کمپاین په وروستیو ورځو کې د خپلو پلویانو راټولولو او د جمهوري‌غوښتونکو نوماندانو ملاتړ ته ډېر وخت ځانګړی کړی و؛ خو د هغه پر شخصي ملاتړ سربېره یو شمېر نوماندانو ټاکنې وبایللې.

رای ورکوونکو داسې ښکاري، چې د ژوند د لګښتونو لوړېدا، اقتصادي نارضایتي، له ایران سره جګړې او په حکومت کې د اداري فساد په اړه اندېښنو ته د پام وړ رایه ورکړې ده.

ټرمپ هڅه وکړه، چې د ټاکنو پایلې کم‌اهمیته وښيي.

هغه ویلي، چې نوموړی په ټاکنو کې نوماند نه‌و او د ماتې پړه یې د خپل مشرتابه پر ځای پر نوماندانو واچوله.

دغه راز د ډیموکراټ ګوند مشرانو دا بریا تاریخي سیاسي بدلون وباله او ژمنه یې وکړه، چې د حکومت پر کړنو به څارنه سخته کړي او د لوړپوړیو چارواکو په اړه به څېړنې پیل کړي.

د کانګرس د دواړو مجلسونو د اکثریت په ترلاسه کولو د ټرمپ د تقنیني پلانونو پر وړاندې لوی خنډ رامنځته شوی دی.

ډیموکراټانو همدارنګه ویلي، چې د حکومت د کړنو، د ولسمشر د شخصي ګټو او د لوړپوړیو چارواکو د چلند په اړه څېړنې به یې له لومړیتوبونو څخه وي.

د دغو ټاکنو پایله د ټرمپ د ولسمشرۍ په پېر کې له سترو سیاسي ماتو څخه یوه بلل کېږي، چې په واشنګټن کې یې د واک انډول بدل کړی او د راتلونکو دوه کلونو لپاره یې د سیاسي کړکېچونو زمینه برابره کړې ده.

Trending

Exit mobile version