سیمه ییز خبرونه
ډېر ژر به د بګرام له زندان څخه اته اتيا زندانيان خوشې شی
د بګرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړنې پلاوى وايي، چې ډېر ژر به د بګرام له زندان څخه اته اتيا زندانيان خوشې كړي. دا هغه زندانيان دي، چې امريكايي خطرناك بولي.
امريكا له افغان دولت څخه غواړي، چې له بګرام څخه اته اتيا هغه زندانيان خوشي نه كړي، چې په وېنا يې خطرناك او د افغان او نړيوالو سرتېرو په وژنه كې لاس لري، خو د دغو بنديانو د دوسيو څېړونكى پلاوى وايي:
ډېر ژر به دغه زندانيان خوشې كړي. د دغو زندانيانو د خوشې كېدو په باب امريكايي سناتورانو هم خپلې اندېښنې په ډاګه كړي او ويلي دي، چې د دغه زندانيانو خوشې كېدل به د افغانستان او امريكا اړيكې ترينګلي كړي.
د بګرام زندان د زندانيانو د دوسيو څېړنى پلاوي غړى عبدالشكور دادرس وايي، چې داسې شواهد او مدارك نشته، چې دغه شمېر زندانيان ګرم وپېژندل شي او په زندان كې وساتل شي.
په همدې وخت كې د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار وايي، چې د زندانيانو دوسيې بايد عدلي بنسټونه وڅېړي.
امريكا ويلي، چې داسې شواهد لري، چې په بګرام كې اته اتيا زندانيان د نړيوالو سرتېرو په وژنه كې لتاړ دي، خو افغان ولسمشر حامد كرزي استخباراتي ادارو ته سپارښتنه كړې، چې د دغو زندانيانو په باب خپل معلومات څېړونكي پلاوى ته وسپاري.
د مشرانو جرګې غړي عارف الله پښتون، داوود اساس او نجیبه حسیني په دې باور دي، چې په بګرام كې زياتره كسان د شخصي تربګنیو له مخې په بند كې ساتل شوي او بايد د هغوى د حيثيت اعاده وشي.
دوى په دې برخه كې عدلي ارګانونو څخه د لاس په كار كېدو غوښتنه كوي.
امريكا وايي، چې د دغو زندانيانو څلوېښت په سلو كې د نږدې اووه پنځوس ملكيانو په وژنه كې لاس درلود او دېرش په سلو كې بيا هغه كسان دي، چې په لاس يې ۶۰ بهرني سرتېري وژل شوي دي.