سیمه ییز خبرونه

ډېر ژر به د سولې خبرې له پاكستانيو چارواكو سره پيل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواكي په راتلونكي زېږديزه مياشت كې له پاكستانيو چارواكو  سره د سولې خبرو له پيليدو خبر وركوي.

د سولې عالي شورا چارواكي وايي، چې:

په دغو خبرو اترو كې به له پاكستانيو چارواكو وغواړو، چې د وسله والو طالبانو مشران د خبرو ميز ته حاضر كړي.

په كابل كې د ملگرو ملتونو دفتر خبر وركړ، چې:

په ټول افغانستان كې د سولې د راتلو لپاره د لارو چارو د موندنې په موخه به يوه لويه ملي  غونډه جوړه كړي.

افغان دولت په تېرو دوه كالونو كې تينگار كړى، چې:

په افغانستان كې د سولې په راتلو كې پاكستان مهم رول لوبولى شي؛ خو اسلام اباد  تراوسه په دې برخه كې گټور گامونه نه دې پورته كړي.

پاكستان په تېريو كال كې دغه هېواد ته د سولې عالي شورا د چارواكو سفر ځنډولى ؛ خو ويل كيږي، چې:

په دې سفر كې به د سولې عالي شورا له پاكستان څخه وغواړي، چې د وسله والو طالبانو رهبران د خبرو ميز ته حاضر كړي.

د سولې عالي شورا د بهرنيو چارو سلاكار محمد اسماعيل قاسميار وايي، چې:

په راتلونكو څو ورځو كې به د دغې شورا يو پلاوى د سولې د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر وكړي.

په كابل كې د ملگرو ملتونو د دفتر وياند محمد نظيف سالارزي هم د سولې د خبرو د پيل لپاره د هڅو خبر وركړى دى.

د يوناما وياند زياتوي، چې:

په كابل كې به يوه داسې لويه ملي غونډه جوړه كړو، چې  دغه هېواد ته د سولې لپاره لارې چارې ومومي.

د پاكستان په خاوره كې د وسله والو ترهگرو د پټنځايونو د شتون ادعا او له وسله والو طالبانو څخه د پوځ ملاتړ په افغانستان كې د سولې د راوستو په برخه كې د پاكستان رول نورهم روښانه كوي.

سياسي كارپوه سيد فاضل سانچاركى وايي، چې:

ملگري ملتونه او د سولې عالي شورا بايد پاكستان دې ته چمتو كړي، چې په افغانستان كې د سولې راوستو لپاره رښتينى كار وكړي.

بل خوا تر اوسه وسله والو  طالبانو له افغان دولت سره د سولې خبرو اترو ته چمتوالى نه دى ښودلى.

د وسله والو طالبانو مشرملا محمد عمر په خپلو ورستيو څرگندونو كې له خپلو ټولو كوماندانانو غوښتي، چې له افغان دولت سره د سولې خبرې ونكړي.

ويل كيږي، چې وسله وال طالبان به هغه وخت له افغان دولت سره د سولې خبرو ته چمتو شي،  چې د پاكستان استخباراتي شبكه له دغو خبرو سره مخالفت ونه لري.

Trending

Exit mobile version