سیمه ییز خبرونه
ډېر ژر به د سولې خبرې له پاكستانيو چارواكو سره پيل شي
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواكي په راتلونكي زېږديزه مياشت كې له پاكستانيو چارواكو سره د سولې خبرو له پيليدو خبر وركوي.
د سولې عالي شورا چارواكي وايي، چې:
په دغو خبرو اترو كې به له پاكستانيو چارواكو وغواړو، چې د وسله والو طالبانو مشران د خبرو ميز ته حاضر كړي.
په كابل كې د ملگرو ملتونو دفتر خبر وركړ، چې:
په ټول افغانستان كې د سولې د راتلو لپاره د لارو چارو د موندنې په موخه به يوه لويه ملي غونډه جوړه كړي.
افغان دولت په تېرو دوه كالونو كې تينگار كړى، چې:
په افغانستان كې د سولې په راتلو كې پاكستان مهم رول لوبولى شي؛ خو اسلام اباد تراوسه په دې برخه كې گټور گامونه نه دې پورته كړي.
پاكستان په تېريو كال كې دغه هېواد ته د سولې عالي شورا د چارواكو سفر ځنډولى ؛ خو ويل كيږي، چې:
په دې سفر كې به د سولې عالي شورا له پاكستان څخه وغواړي، چې د وسله والو طالبانو رهبران د خبرو ميز ته حاضر كړي.
د سولې عالي شورا د بهرنيو چارو سلاكار محمد اسماعيل قاسميار وايي، چې:
په راتلونكو څو ورځو كې به د دغې شورا يو پلاوى د سولې د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر وكړي.
په كابل كې د ملگرو ملتونو د دفتر وياند محمد نظيف سالارزي هم د سولې د خبرو د پيل لپاره د هڅو خبر وركړى دى.
د يوناما وياند زياتوي، چې:
په كابل كې به يوه داسې لويه ملي غونډه جوړه كړو، چې دغه هېواد ته د سولې لپاره لارې چارې ومومي.
د پاكستان په خاوره كې د وسله والو ترهگرو د پټنځايونو د شتون ادعا او له وسله والو طالبانو څخه د پوځ ملاتړ په افغانستان كې د سولې د راوستو په برخه كې د پاكستان رول نورهم روښانه كوي.
سياسي كارپوه سيد فاضل سانچاركى وايي، چې:
ملگري ملتونه او د سولې عالي شورا بايد پاكستان دې ته چمتو كړي، چې په افغانستان كې د سولې راوستو لپاره رښتينى كار وكړي.
بل خوا تر اوسه وسله والو طالبانو له افغان دولت سره د سولې خبرو اترو ته چمتوالى نه دى ښودلى.
د وسله والو طالبانو مشرملا محمد عمر په خپلو ورستيو څرگندونو كې له خپلو ټولو كوماندانانو غوښتي، چې له افغان دولت سره د سولې خبرې ونكړي.
ويل كيږي، چې وسله وال طالبان به هغه وخت له افغان دولت سره د سولې خبرو ته چمتو شي، چې د پاكستان استخباراتي شبكه له دغو خبرو سره مخالفت ونه لري.
سیمه ییز خبرونه
پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.
پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.
ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.
۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.
د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.
د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.
امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.
د آلمان خبري آژانس او د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.
ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.
سیمه ییز خبرونه
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.
نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
-
تازه خبرونه2 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
تازه خبرونه2 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
سوداگري2 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه1 day ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه1 day ago
د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د ترکیې له ولسمشر سره وکتل
-
نړۍ13 hours ago
انټوني بلینکن اوکراین ته رسېدلی
-
نړۍ2 days ago
په برازیل کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو شمېر ۱۴۳ کسانو ته پورته شو