سیمه ییز خبرونه
ډېر ژر به د غزني هوايي ډگر د مسافروړونكيو الوتكو ناستې او الوت ته چمتو شي
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي:
د غزني هوايي ډگر به له شپږ مياشتو په كمه موده كې د كوشنيو مسافروړونكيو الوتكو ناستې او الوت ته چمتو شي.
د دې وزارت د مسولينو په وينا، په روان لمريز كال كې به د كابل د يوه هوايي ډگر په گډون په افغانستان كې په نړ يوالو ميعيارونو د برابرو څو هوايي ډگرونو كار پيل شي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزير داود علي نجفي وايي:
له شته ننگونو سره سره د غزني ښار هوايي ډگر د تمدن او اسلامي ثقافت د مركز په توگه د غزني تر نومولو وړاندې گټې اخيستو ته وسپارل شي.
د ښاغلي داود علي نجفي په وينا، د دې ډگر د جوړيدو لپاره د نهه ميليون دالرو وړانديز شوى، چې دوه ميليون به يې په روان كال كې ولگول شي.
دى وايي:
په روان كال كې د څو هوايي ډگرونو د جوړېدو لپاره ۳۲ميليون دالر بېل شوي او د كابل لپاره به د نوي هوايي ډگر كار د لوگر ولايت د سقاوې په دښته كې پيل شي.
وړاندې له دې د غزني سيمه ييزو چارواكو شكايت كړى و، چې د دې ولايت د هوايي ډگر كار پڅ دى او تر شپږ مياشتو پورې هم نه چمتو كيږي.