تازه خبرونه

ډېر ژر به چابهاربندر ګټې اخیستنې ته وسپارل- راشد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت مسوولین وايي،  چې  د چابهار بندرد افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري او کارونه يي هم په جدیت روان دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال  عبد الباري راشد وایي، د چابهار بندر د ګټې اخیستنې چارې به ډېر ژر پیل شي.

د هغه په وینا؛ له دې لارې به مو د صادراتو او وارداتو لړۍ له ستونزې پرته بشپړه ډاډمنه شي.

د اقتصاد وزیرعبدالستار مراد هم وايي، چې  په هېواد کې مو فرصتو نه ډېر دي؛ خو د پانګو ني د جذب لپاره باید سهولیتونه رامنځته شي.

هغه زیاتوي، اول باید امنیت تامین شي او بیا د قوانینو د اصلاح لپاره کار وشي، چې روان هم دی.

د ایران د ولسمشراقتصادي سلا کار اکبر ترکان وايي، په افغانستان کې د کرنې، کانونو او انرژۍ په برخه کې  د پانګوني فرصتونه  شته او باید ایراني او افغان پانګوال پانګونه وکړي.

افغان سوداګر وايي، د چابهار بندر په فعالیدو به صادراتو او وارداتو کې دپام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.

دوي وایي، چې دولت دې زیاتې هڅې وکړي څو دا بندر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان او افغانستان د ترانسپورترانو ګډه ناسته بې پایلې پای ته ورسیده او افغان لوري ورسره د ویزې ټینګار ونه مانه.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version