تازه خبرونه

ژر به د هغو مرکزونو شمېره څرګنده شي، چی په کې ټاکنې ترسره کېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د کورنیو چارو وزارت وایی، هڅې روانې دي څو هغه مرکزونه، چی د وري د شپاړسمې د ټاکنو په ورځ د امنیتی ګواښونو له کبله بند و د خلکو پرمخ پرانیزي.
افغان ځواکونه دمګړۍ د افغانستان په ګوټ ګوټ کی پر عملیاتو بوخت دي تر څو هغه امنیتی خنډونه له منځه یوسي، چی د ټاکنو ورځ ګواښي.
دمګړی شاوخوا لس ورځی د رای ورکولو ورځې ته پاتې دي او تر اوسه هم د هغه مرکزونو کره شمېره معلومه نده، چی له امنیتی اړخه رای ورکولو ته چمتو دي.
کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایی، په نږدی راتلونکو ورځو کی به امنیتی ځواکونه پدی اړه خپلی څېړنې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره شریکې کړي.
له بله پلوه د رای ورکولو د ورځې په رانږدې کېدو او د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان د توغندیزو بریدونو دوام په اړوند د ملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وایی، دې بریدونو ته د ځواب ورکولو لپاره امنیتی ځواکونه پوځی اقدام هم په پام کې لري.
امنیتی بنسټونه وایی، هېڅ کومه پلمه د ټاکنو نه ترسره کېدو ته نشته خو دا راز بریدونه کولای شي، چی د ټاکنو په ورځ د افغانانو پر روحیی منفی تاثیر وکړي.

Trending

Exit mobile version