تازه خبرونه
ژغورونکیو د بیروت له چاودنې یوه میاشت وروسته تر ویجاړیو لاندې د زړه درزا اوریدلې
د لبنان په پلازمېنه بیروت کې له چاودنې یوه میاشت وروسته د ژغورنې ډلې پرون تر ویجاړیو لاندې د یوه شوني ژوندي د موندلو لپاره ویجاړۍ ولټولې.
دا هیله هغه وخت راوټوکیده، چې فلش نومي روزل شوي سپي د چیلي لټونکې او ژغورونکې ډلې ته په نښه کړه، چې کیدی شي یو څوک تر ویجاړیو لاندې ژوندی پاتې وي.
لټونکې ډلې بیا د سنسورونو په کارولو اړوند ځای سکین کړ، چې د یو کس شتوالی او د شوني ژوند څه نا څه کمزورې نښې یې ومنلې.
د چیلي ژغورونکې ډلې مشر د لبنان دولتي رسنیو ته ویلي؛ زمونږ کارپوهانو وموندله، چې یو څوک درې متره تر خاورو لاندې سا اخلي.
د ژغورونکیو ډلې مشر زیاته کړې: دې کار مونږ وهڅولو، چې د دغه کس پر لوري د درې مترو پر ژوروالي درې تونلونه جوړ کړو.
د سا اخیستنې پر لوري کار روان دی؛ خو اوس هم داسې کومه نښه نه وینو، چې دغه کس ژوندی دی او که نه.
دوی له کتونکیو او لیدونکیو وغوښتل، چې ساحه پریږدي او له یو شمېر نورو څخه یې غوښتنه وکړه، چې خپل ګرځند غلی او کاري ډلې ته د زړه د درزا اوریدلو زمینه برابره شي.
راپور دا هم په ډاګه کړې؛ د پلټونکې او ژغورونکې ډلې نیت دا و، چې د جمعې تر ناوخته نور کار بند کړی او د شنبې پر ورځ یې بیا پیل کړي.
که څه هم څیړونکیو ویلي، چې د ژوندي سړي د موندلو شونتیا لږ ده؛ خو څارنه یې ارزښت لري.
په بیروت کې د اګست پر څلورمه چاودنې له ۱۹۰ دېر کسان ووژل؛ لږ تر لږه ۶۵۰۰ نور ټپیان دي او ۳۰۰ بې کوره شوي دي.
