بلخ @ps
ښاروال او والییان باید د خلکو په رایو وتاکل شي- نور
د بلخ پخوانی والي د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۷) د فاریاب ولایت له ځوانانو سره په مزارشریف ښار کې ولیدل او هغو ته یې په وینا کې وویل؛ والییان باید د خلکو په رایو وتاکل شي او نړیوال هم په افغانستان کې شته حقیقتونه وګوري او څوک یې ونه غلوي.
نور د فاریاب ولایت د ځوانانو په غونډه کې د حکومت پر کړنو نیوکه وکړه او وایي، چې په بېلا بېلو برخو کې د حکومت ګمارنې د وړتیاوو له مخې نه وې او ځینې وزیران بې سواده ونومول.
هغه د حل لارهم څرګنده کړه، چې د شایسته سالارۍ د اصل رعایتولو په موخه باید ښاروال او واليیان د خلکو لخوا وتاکل شي.
د نوموړي په وینا؛ نړیواله ټولنه له مونږ ښه متحدین موندلی نشي.
داسې ښکاري، چې د ولایت پر سر د ارګ او بلخ ترمنځ جنجالونه پاې ته نه دي رسیدلې؛ نه ولایت ته نوی والي پېژندل شوی او نه هم ارګ د جمعیت غوښتنې منلې دي.
ګومانونه داسې دي، چې حکومت د عطا محمد نور د فشارونو په وړاندې کمزروی عمل کوي او نه شي کولی نوی والي بلخ ته ولیږي.