د هوا حالاتو بدلونونه

ښايي «اِل‌نینو» د نړۍ په زیانمنو سیمو کې نږدې ۴۹ میلیون نور کسان له سختې لوږې سره مخ کړي

د چارشنبې پر ورځ د دې بنسټ په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د ډېرې زورورې اِل‌نینو د رامنځته کېدا احتمال ۸۱ سلنه دی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي؛ د اِل‌نینو زوروره اقلیمي پدیده ښايي د راتلونکي کال تر پایه د نړۍ په ځینو زیان‌منو سیمو کې نږدې ۴۹ میلیون نور کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ کړي.

اِل‌نینو( یوه طبیعي پدیده ده، چې د آرام سمندر په استوایي برخو کې د اوبو د ناعادي تودوخې له کبله رامنځته کېږي او د نړۍ په ډېرو برخو کې اقلیمي بڼې بدلوي. دا پدیده کولی شي د تودوخې زیاتوالی، وچکالي، سېلابونه او د هوا اړوند بېلابېلې پېښې رامنځته کړي.) یا اِل‌نینو د آرام سمندر د اوبو د سطحې د تودوخې یوه دوره‌ییزه زیاتېدنه ده، چې د نړۍ د هوا بڼه بدلوي او ډېری وخت په سویلي افریقا کې وچکالۍ، د آسیا په ځینو برخو کې د موسمي بارانونو ځنډ او په نورو سیمو کې د اورښتونو ګډوډي رامنځته کوي.

د چارشنبې پر ورځ د دې بنسټ په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د ډېرې زورورې اِل‌نینو د رامنځته کېدا احتمال ۸۱ سلنه دی.

د راپور له مخې، د سمندر د سطحې تودوخه لږ تر لږه له ۱۹۸۲ز.کال راپدېخوا تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او ښایي دا د ۱۹۵۰ز.کال راپدېخوا تر ټولو پیاوړې اِل‌نینو وي.

د خوړو نړیوال پروګرام د خوړو د خوندیتوب او تغذیې د شننې د څانګې مشر ژان مارټین باور ویلي:« په تېرو وختونو کې دغو پدیدو د لوږې پراخ بحرانونه رامنځته کړي دي.»

د راپور له مخې، د هغو ۴۵ هېوادونو د ارزونې پر بنسټ، چې د اِل‌نینو د ناوړه اغېزو پر وړاندې ډېر زیان‌من بلل شوي؛ اټکل کېږي د سختې خوراکي ناامنۍ له ګواښ سره د مخ کسانو شمېر نږدې ۴۹ میلیون زیات شي او ټولټال ۲۷۴ میلیونو ته ورسېږي، چې د اوسني شمېر پر پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، مرکزي امریکا او سویلي افریقا به تر ټولو ډېرې اغېزمنې سیمې وي. اټکل شوی، چې په مرکزي امریکا کې به د خوراکي ناامنۍ له ګواښ سره د مخ کسانو شمېر ۸۳ سلنه او په سویلي افریقا کې نږدې ۷۵ سلنه زیات شي.

همداراز اټکل کېږي، چې په سویلي افریقا، سویلي امریکا او کارابین کې به هره سیمه له ۱۲ میلیونو څخه ډېر نور کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ شي.

باور ویلي، د ۲۰۲۵ز.کال د ښو حاصلاتو له کبله نړیوال خوراکي بازارونه د اِل‌نینو دورې ته په نسبتاً ښه وضعیت کې ننوتي؛ خو خبرداری یې ورکړی، چې په منځني ختیځ کې شخړې او د هوا له کبله د کرنیزو حاصلاتو احتمالي زیانونه ښایي د خوراکي توکو بیې نورې هم لوړې کړي.

د هغه په وینا، که څه هم پخوانیو اِل‌نینو پدیدو په نړیواله کچه د خوراکي توکو د بیو سترې لوړېدنې نه‌دي رامنځته کړي؛ خو سیمه‌ییز کمښت او لوړې بیې به د زیان‌منو کورنیو لپاره خوړو ته لاسرسی لا ستونزمن کړي.

راپور زیاتوي، په ۲۰۲۵ز.کال کې د امریکا او اروپایي مرستندویانو د مالي مرستو کمېدا د رامنځته کېدونکي بحران د څار بهیر هم اغېزمن کړی دی.

د باور د څرګندونو له مخې، د خوراکي خوندیتوب اړوند معلوماتو راټولول هم کم شوي، چې د اِل‌نینو د اغېزو ارزونه ستونزمنوي.

د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۴ز.کال کې د شاوخوا ۱.۱ میلیون کورنیو سروې کړې وې؛ خو دا شمېر په ۲۰۲۵ز.کال کې نږدې ۸۰۰ زرو ته راکم شو او روان کال د مالي محدودیتونو له کبله نور هم کم شوی دی.

باور ټینګار کړی، چې د اِل‌نینو د ګواښ پر مهال د پرله‌پسې معلوماتو راټولول ډېر مهم دي؛ ځکه د څار کمزوري کېدل ښایي د راټوکېدونکو خوراکي بحرانونو پر وخت پېژندنه ستونزمنه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي، اوسني اټکلونه د ختیځې افریقا، ساحل، مرکزي امریکا او کارابین په ځینو برخو کې د اورښتونو د کموالي ښودنه کوي. په داسې حال کې، چې په سومالیا او ګاونډ سیمو کې د سېلابونو ګواښ زیاتېدلی شي.

د راپور له مخې؛ په سویلي او سویل‌ختیځه آسیا کې هم وچکالي، د موسمي بارانونو ګډوډي او سیمه‌ییز سېلابونه ښایي کرنیز تولید اغېزمن کړي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې اټکلونه اوس هم بدلېدونکي دي او اغېزې به له یوې سیمې تر بلې توپیر ولري؛ خو حکومتونه او مرستندویه ادارې باید له وړاندې چمتووالی ونیسي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اقلیم او بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي څانګې مشر ریچارډ چولارټن ویلي، دغه بنسټ په ۱۸ هېوادونو کې د مخکېني چمتووالي پروګرامونه پراخ کړي او یوازې روان کال یې تر اوسه له ۱.۳ میلیون ډېرو کسانو ته نغدي او نورې مرستې رسولې، چې د سختو اقلیمي پېښو پر مهال ورسره مرسته وشي.

Trending

Exit mobile version