نړۍ

ښايي د اطلس یا آرام سمندر نوم بدل کړو-ټرمپ

ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ د امریکا د ولسمشرۍ په دفتر کې پر ټوکو وویل، چې د یوه خلیج او یوه جهیل له نوم بدلولو وروسته ښايي اوس د یوه سمندر وار وي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د اطلس یا آرام سمندر نوم هم بدل کړي. دا څرګندونې له هغې لږ وروسته وشوې، چې نوموړي د یوه اجرائیوي فرمان له لاسلیکولو سره د امریکا په رسمي نقشو کې د انټاریو جهیل نوم« امریکا جهیل» ته بدل کړ.

ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ د امریکا د ولسمشرۍ په دفتر کې پر ټوکو وویل، چې د یوه خلیج او یوه جهیل له نوم بدلولو وروسته ښايي اوس د یوه سمندر وار وي.

هغه ویلي:« مونږ یو خلیج او یو جهیل لرو. اوس یوازې یوه سمندر ته اړتیا لرو. ښايي اړ شو، چې د اطلس یا آرام سمندر نوم بدل کړو؛ ښايي د دواړو نومونه بدل کړو.»

دا څرګندونې له هغې وروسته وشوې، چې ټرمپ د امریکا په دولتي نقشو کې د انټاریو جهیل د نوم بدلولو فرمان لاسلیک کړ. هغه له دې مخکې د مکسیکو خلیج نوم هم« امریکا خلیج» ته بدل کړی و.

ټرمپ همداراز د الاسکا د تر ټولو لوړې څوکې لپاره د «مک‌کینلي غره» نوم بیا رسمي کړ او د «ډینالي» نوم یې، چې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال کارېده؛ له رسمي کارونې وایست.

د ټرمپ دغه وړاندیز په داسې حال کې وړاندې شوی، چې په وروستیو میاشتو کې د واشنګټن او د کاناډا د پلازمېنې اوټاوا ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. ټرمپ څو ځله د سوداګرۍ په برخه کې پر کاناډا نیوکه کړې او له دې مخکې یې وړاندیز کړی و، چې کاناډا دې د امریکا پر یوه ایالت بدله شي.

که څه هم د امریکا حکومت کولی شي په خپلو رسمي نقشو کې کارېدونکي نومونه بدل کړي؛ خو کاناډا، نور هېوادونه او نړیوال بنسټونه نه‌شي اړ کولی، چې دغه بدلونونه ومني.

اوس‌مهال اطلس سمندر او آرام سمندر د نړۍ په نقشو کې پخپلو نومونو پېژندل کېږي؛ خو ټرمپ د دغو نومونو د بدلولو احتمال نه‌دی رد کړی.

Trending

Exit mobile version