تازه خبرونه

ښايي زورواكان د ټاكنو اساسي مواد ترلاسه كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون اندېښمن دى، چې ښايي زورواكان د ټاكنو اساسي مواد ترلاسه كړي؛ نو له همدې كبله دوى ولايتونو ته د دغه موادو د ليږد نېټه نه افشا كوي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون كمشنر سريراحمد برمك وايي: دغه كميسيون تراوسه توانيدلى، چې نږدې شپېته سلنه غير اساسي مواد ولايتونو ته وليږدوي.

ظاهراً ښكاري، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون د امنيتي ستونزو له امله د  دغه موادو د ليږدولو نېټه نه افشا كوي.

د نوموړي په وينا، ولايتونو ته له ليږدولو وروسته به دا مواد د راى وركولو مركزونو ته وليږدول شي؛ هغه مركزونه، چې له لوړو امنيتي گواښونو سره مخ دي دا مواد ورته نه  ليږدول كيږي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون په داسې حال كې په دغه مركزونو كې د ټاكنو له پاره چمتووالى ښيي، چې يوه اوونۍ وړاندې د دغه كميسيون دارانشا رييس ضياالحق امرخېل ويلي ول، چې كه د ناامنو مركزونو امنيت ټينگ هم شي؛ نو ټاكنې په كې نه كيږي.

امنيتي ارگانونو په خپلو وروستيو ارزونو كې ۴۱۴ د راى وركولو مركزونه ناامن وبلل او هڅه كوي، چې د راتلونكي كال ټاكنې د پخوانيو هغو په پرتله په ښه فضا كې ترسره شي.

د ټاكنو لپاره لازم مواد له بهره راوړل شوي او اوس ټول دا مواد د ټاكنو خپلواك كميسيون په واك كې دي.

د يادونې وړ ده، چې خلك د ۱۳۹۲ل كال د ولسمشرۍ ټاكنو ته شېبې شمېري او په دې اړه د ټاكنو خپلواك كميسيون چمتووالي هم دوام لري.

Trending

Exit mobile version