تازه خبرونه

ښايي له افغانستان څخه د سپټمبر یوولسمې ته ورته یو بل برید وشي – پاکستان

ایکسپریس ټریبیون د آصف دراني د څرګندونو له مخې لیکلي، چې پاکستان د اوکراین او غزې په جګړه کې د نړۍ له ښکېلتیا اندېښمن دی او د اسلامي امارت تر ادارې لاندې افغانستان یې له پامه غورځولی دی.

Published

on

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني خبرداری ورکړی، چې ښایي د سپټمبر یوولسمې ته ورته یو بل برید د اسلامي امارت تر ادارې لاندې رامنځته شي.

ایکسپریس ټریبیون د آصف دراني د څرګندونو له مخې لیکلي، چې پاکستان د اوکراین او غزې په جګړه کې د نړۍ له ښکېلتیا اندېښمن دی او د اسلامي امارت تر ادارې لاندې افغانستان یې له پامه غورځولی دی.

د دې راپور د څرګندونو له مخې؛ آصف دراني ویلي: افغانستان څه نا څه هېر شوی دی. په دې کې شک نشته او پدې اړه د دوحې د جون په درېیمه غونډه کې هم ټینګار شوی دی. بشري مرستې هم د اړتیا تر کچې ندي. ان په تېر کال کې یوازې یو پر درېیمه برخه ژمنې تر سره شوې دي.

هغه زیاته کړې، چې په اوکراین او غزه کې له جګړې وروسته د نړیوالو لوبغاړو لومړیتوبونه بدل شوي دي. په حقیقت کې افغانستان نور د خبرونو سرټکی ندی. ان په کورنیو پاڼو کې افغانستان نه تر سترګو کیږي.

آصف دراني د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې يوې غونډې ته د خبرو پرمهال خبرداری ورکړ، چې:  روان حالت کولی شي افغانستان د سپټمبر له یوولسمې څخه مخکنیو شرایطو ته وروګرځوي، چې د سپټمبر یوه بله یوولسمه به رامنځته کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي دا ټینګار هم کړی؛ د افغانستان د اوسنيو وګړو ۹۷ سلنه د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې ۵۲ سلنه یې له نړیوالو بشري مرستو سره تړلي دي.

دراني ويلي: که د افغانستان اقتصادي حالت خراب شي؛ زما پر اند زمونږ اندېښنه بايد دا وي، چې خلک به له افغانستان څخه پر وتلو پيل وکړي او ښه انتخاب ورته بیا پاکستان دى. دا هغه څه دي، چې مونږ یې باید په اړه حساس واوسو او نړیواله ټولنه باید خپلو مسوولیتونه درک کړي.

هغه همداراز خبرداری ورکړی، چې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او بهر لپاره یوه ستره ننګونه ده.

هغه زیاته کړې: زما اندېښنه دا ده، چې داعش په افغانستان کې مخ پر زیاتېدو دی او دا باید سیمې او له سیمې بهیر ټولو ته د اندېښنې وړ وی. که دلته څخه پېښیږي؛ په بل ځای کې هم پېښېدلی شي.

دراني له تحریک طالبان پاکستان سره د جنګېدو لپاره د پاکستان د غوراوي په اړه ویلي، چې د دغه هېواد ډیپلوماسي پرټپه نده ولاړه او ډاډه دي، چې د افغانستان اسلامي امارت له ساړه کار سره – سره به پاکستان د طالبانو د پټنځایونو په اړه ګام اخلي او د ټي‌ټي‌پي مسله به حل کړي.

د افغانستان اسلامي امارت ویلي، چې د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت د ځواکونو په واک کې ده او امن ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې افغانستان هیڅ هېواد ته ګواښ ندی او اسلامي امارت په ښکاره ویلي، چې هیچاته به د افغانستان له خاورې د بل هېواد د امنیت پر ضد د هڅو اجازه ورنکړي.

حمد‌الله فطرت زیاته کړې: په دې برخه کې هر ډول اندېښنې په کلکه ردوو او یو ځل بیا ټینګار کوو، چې د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت د ځواکونو په واک کې ده او امن ده.

Trending

Exit mobile version