تازه خبرونه
ښایي خپلمنځي خبرې راتلونکې اوونۍ پیل شي – عبدالله
د پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، چې د حکومت او طالبانو تر منځ خپلمنځي خبرې ښایي راتلونکې اوونۍ پیل شي.
ټاکل شوې وه، د زمري پر ۲۶ د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شوې وای؛ خو د بندیانو په تبادله کې ځنډ راغی او دا بهیر وځنډېد.
عبدالله عبدالله څرګندوي، د حکومت مرکچي پلاوي د افغانانو خپلمنځي خبرو پیل او د افغانانو د حقونو خوندي کولو ته چمتووالی نیولی دی.
د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري ویلي، له طالبانو سره به د سولې څرګندې خبرې وشي.
تازه طالبانو د سولې خبرو لپاره ۲۰ کسیز پلاوی ټاکلی دی.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایدون هم له طالبانو او حکومت غوښتي، چې د باور جوړولو لپاره اوربند وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د باور جوړولو لپاره اړتیا ده، چې سراسري اوربند ټینګ شي.
د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د افغان سولې بهیر لپاره سیمه ییزه اجماع اړینه بولي او وایي، چې د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره باید د پاکستان هڅې محدودې شي.
د افغانو د سولې خپلمنځي خبرو ته د ډېرو سترګې پاتې دي، تمه ده، چې په دې خبرو کې د اوربند پر ټینګیدو خبرې وشي.