تازه خبرونه

ښایي د نجونو د لیسو زدکوونکیو ته یوه کلنه ارتقا ورکړ شي – د پوهنې وزارت

Published

on

د پوهنې وزارت ویاند ویلي؛ که د سږني تعلیمي کال کړنلاره ژر وروستۍ نشي، ښایي د نجونو د لیسو زدکوونکیو ته یوه کلنه ارتقا ورکړ شي.

څه باندې دوه میاشتې کیږي، چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د نجونو پر مخ د متوسطو او لیسو دروازې تړلې پاتې دي او دې ستونزې زدکوونکې او ښوونکي سخت اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نجونې له اسلامي امارته غواړي؛ د زدکړو زمینه ورته برابره کړي.

زدکوونکې صنوبر پارسا وایي: په کابل او نورو ولایتونو کې د نجونو داسې کوم مکتب نشته، چې هلکان او نجونې په کې ګډ وي.

د افغانستان اسلامي امارت ويلي؛ د شپږمو ټولګیو ور پورته نجونو لپاره د زدکړو پر کړنلاره کار کوي چې تر اوسه وروستۍ شوې نده.

د پوهنې وزارت دا هم ویلي، چې که په روان تعلیمي کال کې دا کړنلاره وروستۍ نشي؛ د متوسطو او لیسو زدکوونکیو ته به یوه کلنه ارتقا ورکړ شي.

د پوهنې وزارت ویاند ډاکتر عرفان وایي: تر ۶ ټولګي پورې نجونې، چې فزیکي حضور لري؛ ازموینه ترې اخیستل کیږي. هغه نجونې، چې په ښوونځیو کې فزیکي شتون نلري؛ هغه به ارتقا وکړي.  

د متوسطو او عالي لیسو ښځينه زدکوونکیو دې ناڅرګند برخلیک د ښځو د حقونو د یو شمېر هڅاندو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د ښځو د حقونو هڅانده شکریه بارکزۍ وایي: مونږ د یو اصل په توګه ارتقا منلی نشو. مونږ هیله من یوو، چې طالبان( اسلامي امارت) نورو هېوادونو ته ورته نجونو ته د زدکړو او ښوونې زمینه برابره کړي. 

یوه بله هڅانده زرقا یفتلي نوې وایي: هغو زدکوونکیو، چې یو کال لوستی نه وي؛ څنګه کولی شيو چې د تېر کال پر درسونو وپوهیږي او نوي تعلیمي کال ته به څرنګه چمتو شي. 

له بلې خوا د لندن د اکسپورډ پوهنتون استاده یما مجددي د افغان ښځينه زدکوونکیو لپاره د انلاین وړیا زد کړو دریڅه پرانیستې او وایي، چې انلاین زدکړې پلت فارم ندی، بلکې د یوه ښوونځي جوړښت لري.

د افغانستان اسلامي امارت څرګندوي، چې د نجونو له تعلیم او تحصیل سره ستونزه نلري. هڅه کوي داسې کړنلاره جوړه کړي، چې له مخې یې نجونې وکولی شي په خوندي چاپېریال کې زدکړې وکړي.

Trending

Exit mobile version