تازه خبرونه

ښایي له وتلو وروسته د تروریزم له ګواښونو سره د مقابلې لپاره امریکایي ځواکونه وساتل شي

Published

on

پنټاګون په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کیدو شونتیا څېړي.

د هند – پسیفک په چارو کې د امریکا د دفاع وزیر مرستیال ډیویډ هلوي د چارشنبې پر ورځ ( د غویی ۲۲) د ولسي جرګې د وسلوالو خدماتو کمېټې ناستې ته ویلي، چې د امریکا پوځي مشرتابه له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو وروسته له ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې پر وړتیا ساتلو غور کوي.

د افغانستان په ګاونډ هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو د ځای پرځای کیدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې نوموړي څرګنده کړې: اړینه ده، چې له تروریزم سره د مبارزې وړتیا ساتلو ته پاملرنه وکړو او لکه څنګه، چې ما مخکې یادونه کړې؛ مونږ دغه راز ګواښونه د فارس خلیج په هېوادونو کې لرو؛ خو مونږ په سیمه کې د پوځي او استخباراتي وړتیاوو پر ساتلو غور کوو. مونږ دا کار کوو، چې ګواښونه وڅارو او له مخې یې لرې کړو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا پوځي رهبري تمه لري، چې پر افغانستان یې د الوتنې وړتیا خوندي پاتې شي.

له نوموړي مخکې د امریکا د مرکزي قومندانۍ عمومي قومندان جنرال کنت مک کینزي هم په دې اړه، چې آیا د خونړیو بریدونو یا د عملیاتو د تر سره کولو لپاره د افغانستان له ګاونډ هېوادونو سره هوکړه شوې؛ ویلي: اوسمهال هیڅ هوکړه نشته. زه به د روانې میاشتې تر پایه د دفاع وزارت د تروریزم ضد ځواکونو ته یوه طرحه وسپارم. په افغانستان کې د امریکا د اوسنۍ پوځي شبکې له لاسه ورکول او د استخباراتي وړتیاوو رامنځته کېدل به بې اغېزې نه وي.

د هند – پسیفک په چارو کې د امریکا د دفاع وزیر مرستیال نېغ په نېغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا په سیمه کې د دوی له پاتې کېدو مخکې به له افغانستان څخه امریکایي سرتېري ووځي؛ څه ونه ویل.

نوموړی وایي: مونږ نیت لرو، چې د امن او مسوولانه وتلو په دوه جبهو کې کار وکړو. مونږ له بهرنیو چارو وزارت او معلوماتي ټولنې سره کار کوو، چې د ترهګرۍ د ګواښونو پر ضد، چې ښایي په راتلونکي کې راپورته شي؛ د مبارزې لپاره زمونږ وړتیاوې خوندي او وساتي.

له دې مخکې وال سټریټ ژورنال د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې څرګنده کړه، چې امریکا به له افغانستان څخه له وتلو وروسته د سرتېرو او تجهیزاتو د لېږد لپاره ازبکستان یا تاجکستان غوره کړي.

ویل کیږي، چې امریکایي چارواکي د افغان حکومت د ملاتړ او د طالبانو او نورو ځانګړیو ډلو څارنه په پام کې ونیسي.

Trending

Exit mobile version