سیمه ییز خبرونه
ښه به داوي، چې د امنيتي تړون د لاسليك خبرې هر څومره زر پاى ومومي
ناتو او افغانستان پر يو داسې هوكړې كار كوي، چې له مخې به يې له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې د ناتو ماموريت روښانه شي.
ناتو په افغانستان كې د خپل ماموريت د دوام لپاره د كابل او واشنگتن امنيتي تړون مهم بولي. په كابل كې د ناتو ملكي وياند كريستوفر چمبر وايي، چې له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك لپاره د كابل نويو شرطونو ناهيلي كړي دي.
ښاغلى كريستوفر چمبر ټينگار كوي ښه به دا وي، چې له ناتو سره د امنيتي تړون د لاسليك خبرې هر څومره زر پاى ومومي.
د نوموړي په باور، دا به مرسته وكړي، چې ناتو د خپلو راتلونكيو پلانونو او افغان پوځيانو د روزنې لپاره تگلاره جوړې كړي.
په همدې حال كې يو غربي چارواكي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوي ويلي :
ناتو به په افغانستان كې د پاتې كيدو لپاره خپلې ټولې هڅې په كار واچوي.
ده زياته كړې، كه د روان كال تر فبرورۍ پورې له ناتو سره د تړون برخليك معلوم نه شي، د ناټو زياتره غړي به له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.