تازه خبرونه

ښوونکي د حکومت د ژمنو پلي کولو ته په تمه دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ښوونکیو په ډاګه کړې، چې ښوونکي له سختو کړاوونو سره مخ او د حکومت لخوا ور سره ژمنې پلې شوې نه دي.

د اکتوبر پېنځمه، چې د تلې له ۱۳ سره برابره ده؛ د ښوونکي نړیواله ورځ  او په افغانستان کې هر کال همدا ورځ نمانځل کیږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارسمبالی(سرپرست) میرویس بلخي مني، چې ښوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ خو وایي، چې د ښوونکیو د ستونزو د حل لپاره یې پلانونه جوړ کړي دي.

ښوونکي وايي، چې حکومت یې ورځ نمانځي؛ خو ور سره شوې ژمنې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې کیږي.

ښوونکې عزیزه وایي: مونږ روحي او معنوي ستړي یو. ان کورنۍ مو نه غواړي، چې تدریس ته ولاړې شو. مونږ او هم  شاګردان له پیاوړې روحیې بې برخې یو؛ ځکه، نو دروغجنې ژمنې کیږي او بس.  

په غازي لیسه کې د فزیک ښوونکې زحل اتحادي وايي، چې ښوونکيو ته هیڅ راز پاملرنه نده شوې. زمونږ غوښتنه له حکومته داده، چې دومره تنخوا دې مونږ ته راکړ شي، چې لږ تر لږه مو کورنۍ ستونزې پرې حل شي.

هغه زیاتوي، له یوې خوا یې روانو جګړو او شخړو ژوند تریخ کړی او له بلې خوا ژمنې کیږي؛ خو پلې کیږي نه.

د پوهنې وزارت سرپرست ډاډ څرګند کړی؛ له ښوونکیو سره یې د مالي مرستې لپاره د پور صندوق جوړ کړی، چې د اړتیا په وخت کې هر ښوونکی کولی شي، پنځوس زره افغانۍ پور تر لاسه او بیا یې له تنخوا لږ لږ وګرزي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ دغه مالي صندوق په بلخ، ننګرهار، کندهار او کابل کې څانګې لري او کرار کرار به نورو ولایتونو ته هم وغزیږي.

Trending

Exit mobile version