سیمه ییز خبرونه

ښځينه پوليسو ته دې په نورو ولايتونو كې د دندې زمينه بربره شي- كوفي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امنيتي ځواكونو په چوكاټ كي د ميرمنو شتون ته هم اړتياده، چې په ليرې پرتو سيمو كي ميرمنو ته ونډه وركړشي.

دغه څرگندوني د چارشنبې په ورځ(د لړم۱۶) د ولسي جرگي غړې فوزيه كوفي د ښځينه پوليسو د ظرفيتونو د لوړولو له يو كورس څخه د ښځينه پوليسو د فراغت پرمهال وكړې.

آغلې كوفي وايي، د كورنيو چار وزارت بايد ښځينه پوليسو ته هر ډول مصونيت برابر كړي.

هغې زياته كړې، كه څه هم كورنيو چارو وزارت په كابل كې يو څه كار كړى؛ خو په ولايتونو كي د ښځينه پوليسو په برخه كي هيڅ كار نه دى شوي، چي بايد ورته پاملرنه وشي.

د كورنيو چار وزارت چار واكي وايي، چې:

دغه وزارت په دې هڅه كي دى، چي د ۲۰۱۴ م كال تر پايه د ښځينه پوليسو شمېر له ۵ زره څخه  تر ۱۰ زره پورې ورسوي. حال دا، چې اوس څه باندې دوه زره ښځينه پوليسې دندې تر سره كوي.

د كورنيو چار وزارت يو شمېرښځينه پوليسو ته د كمپيوټري اسنادو د ساتني د زده كړې كورس جوړ كړى و. له دې كورس څخه فارغ شويو ښځينه پوليسو له مسوولينو وغوښتل، چې د آسانتياوو په برابرولو كې ور سره لازمه همكاري وكړي.

Trending

Exit mobile version